لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره ورځ دوه لوبې ترسره شوې

لومړۍ چې د لکنو او چينای ترمنځ وه چې مساوي شوه او دويمه لوبه مومبيي له پنجاب نه وګټله

د آی پي اېل سياليو  ۴۵مه لوبه د باران له امله مساوي شوه او دواړو لوبډلو، لکنو سوپر جاينټ لوبډلې او چينای سوپر کينګ لوبډلې ته يوه-يوه نمره ورکړل شوه.

د آی پي اېل سياليو د ۴۶مې لوبې پچه د مومبيي اينډينس لوبډلې لوبډلمشر روهيت شرما وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پریکړه وکړه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې تېره شپه ډهلي کپيټلس لوبډلې ګجرات ټايټنس لوبډلې ته ماتې ورکړه

پنجاب کينګ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه. د پنجاب لوبډلې له لوري ليام ليونګسټون، جيټش شرما او لوبډلمشر شيکر دوان ښه توپ وهنه وکړه. ليونګسټون په ۴۲ توپونو ۸۲ منډې، شرما په ۲۷ توپونو ۴۹ منډې او دوان په ۲۰ توپونو ۳۰ منډې جوړې کړې. د پنجاب لوبډلې د شل اورونو لوبولو وروسته ۲۱۴ منډې جوړې کړې، ۳ لوبغاړي يې وسوزيدل او سيالې لوبډلې ته يې د ۲۱۵ منډو هدف وټاکه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره شپه بنګلور لوبډلې لکناو لوبډلې ته ماتې ورکړه

د مومبيي اينډينس لوبډلې له لوري پېياش چاولا او ارشاد خان ښه توپ اچونه وکړه. چاولا په ۴ اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي يې وسوزول او خان په ۴ اورونو کې ۴۸ منډې ورکړې او يوه ويکټې يې ترلاسه کړه.

د مومبيي اينډينس لوبډله د هدف پوره کولو لپاره ميدان ته راښکته شوه

د مومبيي اينډينس لوبډلې له لوري اېشن کېشن، سوريا کومار يادو او ټيلک وارما ښه توپ وهنه وکړه. اېشن کېشن په ۴۱ توپونو ۷۵ منډې، يادو په ۳۱ توپونو ۶۶ منډې او وارما په ۱۰ توپونو ۲۶ ناسوزيدلې منډې وکړې. د مومبيي لوبډلې په ۱۸٫۵ اورونو کې ورکړل شوی هدف پوره کړ.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سيالۍ

د پنجاب لوبډلې له لوري نېټش اېلس، ريشي ډوان او ارشډيف سينګ ښه توپ اچونه وکړه. اېلس په ۴ اورونو کې ۳۴ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي يې وسوزول، ډوان په ۳ اورونو ۲۰ منډې ورکړې او يوه ويکټ يې ترلاسه کړه او سينګ په ۳٫۵ اورونو کې ۶۶ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

د نن لوبې له حاله هم خبر شئ‌

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې نن يوه لوبه ترسره کيږي چې سنرايزرس حيدرآباد لوبډله له کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې سره لوبه کوي. دغه لوبه د افغانستان پر وخت د ماښام په ۶ نیمو بجو خپریږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button