لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره شپه کلکتې لوبډلې پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په دوام تېره شپه يوه لوبه ترسره شوه چې کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې، پنجاب کينګز لوبډلې ته ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو د ۵۳ مې لوبې پچه د پنجاب کينګز لوبډلې لوبډلمشر شکر دوان وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د پنجاب کينګز لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه. د پنجاب لوبډلې له لوري لوبډلمشر شکر دوان، شاروخ خان او جيټېش شرما ښه توپ وهنه وکړه. دوان په ۴۷ توپونو ۵۷ منډې، خان په ۸ توپونو ۲۱ ناسوزيدلې منډې او شرما په ۱۸ توپونو ۲۱ منډې وکړې. د پنجاب لوبډلې په شلو اورونو کې ۱۷۹ منډې وکړې، ۷ لوبغاړي يې وسوزيدل او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۸۰ منډو هدف وټاکه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره ورځ دوه لوبې ترسره شوې

د کلکتې لوبډلې له لوري وارن چکرورټي، هارشيټ رنا او لوبډلمشر نيټيش رنا ښه توپ اچونه وکړه. چکرورټي په ۴ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي يې وسوزول، هارشيټ په ۳ اورونو کې ۳۳ منډې او ۲ ويکټې يې ترلاسه کړې او نيټيش په ۱ اور کې ۷ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې کلکتې لوبډلې سنرايزرس لوبډلې ته ماتې ورکړه

د کلکتې نايټ رايډرز لوبډله د‌ هدف پوره کولو لپاره ميدان ته راښکته شوه

د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې له لوري لوبډلمشر نيټيش رنا، انډر رسل او جسون روی ښه توپ وهنه وکړه. رنا په ۳۸ توپونو ۵۱ منډې، رسل په ۲۳ توپونو ۴۲ منډې او روی په ۲۴ توپونو ۳۸ منډې جوړې کړې. د کلکتې لوبډلې ورکړل شوی هدف د د ۵ لوبغاړو له سوزيدو وروسته دلوبې په وروستي اور کې پوره کړ.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې ګجرات ټايټنس لوبډلې راجستان رويلس لوبډلې ته ماتې ورکړه

د پنجاب کينګز لوبډلې له لوري راهول چهار، هرپريټ برار او نتن اېلس ښه توپ اچونه وکړه. چهار په ۴ اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوزول، برار په ۱ اور کې ۴ منډې ورکړې او يوه ويکټ يې ترلاسه کړه او اېلس په ۴ اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

د لوبې غوره لوبغاړی انډر رسل وټاکل شو چې ښه توپ وهنه او ښکلې توپ اچونه يې وکړه.

د نن لوبې له حاله هم خبر شئ

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې نن يوه لوبه ترسره کيږي چې مومبيي اينډينس لوبډله له رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې سره لوبه کوي.

 

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button