لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې ممبيي لوبډلې، لکنو لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په دوام تېره شپه د دغه سياليو په نيمه پای لوبه کې ممبيي انډينس لوبډلې، لکنو سوپر جاينټ لوبډلې ته د ۸۱ منډو په توپير ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو د ۷۲ مې لوبې پچه د ممبيي انډينس لوبډلې لوبډلمشر روهیټ شرما وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د ممبيي انډينس لوبډلې له لوري کيمرون ګرين، سورياکومار يادو او ټيلک وارما ښه توپ وهنه وکړه. ګرين په ۲۳ توپونو ۴۱ منډې، يادو په ۲۰ توپونو ۳۳ منډې او وارما په ۲۲ توپونو ۲۶ منډې جوړې کړې. د ممبيي انډينس لوبډلې د شلو اورونو په لوبولو سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې، ۸ لوبغاړي يې وسوزيدل او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې چينای لوبډلې، ګجرات لوبډلې ته ماتې ورکړه

د لکنو سوپر جاينټ لوبډلې له لوري نوین الحق، ياش ټکور او محسن خان ښه توپ وهنه وکړه. نوین الحق په ۴ اورونو کې ۳۸ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي يې وسوزول، ټکور په ۴ اورونو کې ۳۴ منډې ورکړې او ۳ ويکټې يې ترلاسه کړې او محسن په ۳ اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

د لکنو سوپر جاينټ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره لوبغالي ته راښکته شوه

د لکنو سوپر جاينټ لوبډلې له لوري مارکوس سټونېس، کيال ميرس او ډيپک هوډا ښه توپ وهنه وکړه. سټونېس په ۲۷ توپونو ۴۰ منډې، ميرس په ۱۳ توپونو ۱۸ منډې او هوډا په ۱۳ توپونو ۱۵ منډې جوړې کړې. د لکنو لوبډلې د لوبې په ۱۷-ام اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۱۰۱ منډې يې جوړې کړې او لوبه يې د ۸۱ منډو په توپير وبايلله.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې ګجرات لوبډلې بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ممبيي انډينس لوبډلې له لوري اکاش مډهوال، کريس جورډن او پېياش چاولا ښه توپ اچونه وکړه. اکاش په ۳٫۳ اورونو کې ۵ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي يې وسوزول، جورډن په ۲ اورونو کې ۷ منډې ورکړې او يوه ویکټ يې ترلاسه کړه، او چاولا په ۴ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې راجستان لوبډلې، پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه

د لوبې غوره لوبغاړی اکاش مډهوال ونومول شو چې ښه توپ اچونه يې وکړه

ممبيي انډينس لوبډلې د دغه لوبې په ګټلو سره د سږني آی پي اېل سياليو پای لوبې ته لار ومونده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button