لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې راجستان لوبډلې، پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په دوام تېره شپه راجستان رويلس لوبډلې، پنجاب کينګز لوبډلې ته په ۴ ويکټو ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو د ۶۶ مې لوبې پچه د راجستان رويلس لوبډلې لوبډلمشر سنجو سمسون وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د پنجاب کينګز لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، د دوی له لوري سم کرون، جيټش شرما او شاروخ خان ښه توپ وهنه وکړه. کرون په ۳۱ توپونو ۴۹ ناسوزيدلې منډې، شرما په ۲۸ توپونو ۴۴ منډې او خان په ۲۳ توپونو ۴۱ ناسوزيدلې منډې جوړې کړې. د پنجاب لوبډلې د شلو اورونو لوبولو وروسته ۱۸۷ منډې جوړې کړې، ۵ لوبغاړي يې وسوزيدل او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۸۸ منډو هدف وټاکه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې بنګلور لوبډلې، حيدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړه

د راجستان رويلس لوبډلې له لوري نوډيپ سيني، اډم زمپا او ټرينډ بولټ ښه توپ اچونه وکړه. سيني په ۴ اورونو کې ۴۰ منډې ورکړې او ۳ ويکټې يې ترلاسه کړې، زمپا په ۴ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې وسوزولو او بولټ په ۴ اورونو کې ۳۵ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

راجستان رويلس لوبډله د هدف پوره کولو لپاره لوبغالي ته راښکته شوه

د راجستان رويلس لوبډلې له لوري ډيوډټ پاډيکال، ياشسوي جېسوال او شيمرون هيټماير ښه توپ وهنه وکړه.

پاډيکال په ۳۰ توپونو ۵۱ منډې، جيسوال په ۳۶ توپونو ۵۰ منډې او هيټماير په ۲۸ توپونو ۴۶ منډې جوړې کړې. د راجستان رويلس لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په وروستي اور کې پوره کړ او ۶ لوبغاړي يې وسوزيدل.‌

نور ولولئ:  هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې ډهلي لوبډلې پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه

د پنجاب کينګز لوبډلې له لوري کيګېسو رباډا، راهول چهار او نټن اېلس ښه توپ اچونه وکړه. رباډا په ۴ اورونو کې ۴۰ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوزول، چهار په ۳٫۴ اورونو ۲۸ منډې ورکړې او يوه ويکټ يې ترلاسه کړه او اېلس په ۴ اورونو کې ۳۴ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې ګجرات لوبډلې حيدرآباد لوبډلې ته ماتې ورکړه

د لوبې غوره لوبغاړی ډيډوټ پاډيکال ونومول شو چې ښه توپ وهنه يې وکړه.

د نن لوبې له حاله هم خبر شئ

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې نن دوه لوبې ترسره کيږي چې په لومړی لوبه کې کلکته نایټ رايډرز لوبډله له لکنو سوپر جاينټ لوبډلې سره لوبه کوي او په دويمه لوبه کې ډهلي کپيټلس لوبډله له چينای سوپر کينګ لوبډلې سره مخامخ کيږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button