نړیوال خبرونه

د هند له هوايي دهلېزه د صادراتو د بیا پیل لپاره د هوکړه لیک لاسلیک شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې د هوایي دهلېز له لارې یې د سوداګریزو توکو د لېږد په تړاو له هند سره هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

عبدالسلام جواد

د دغه وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وایي، چې د دغه هوکړه لیک په عملي کېدو سره به هند ته د هېواد صادرات زیات شي. نوموړي څرګنده کړه:«په دې وروستیو کې له هند هېواد سره نوې هوکړه لاسلیک شوې چې موږ د هوايي دهلېز له لارې کولای شو له هند سره خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړو، ان شاالله، له هند سره زموږ سوداګري به له بېلابېلو لارې دوام ولري. 

نور یی ولوله | افغان ډاکټر په وړیا توګه د څه باندې ۴۰۰ تالو چاکو ماشومانو عملیات کړي

نور یی ولوله | افغانستان کې خوارځواکي ۴۷ سلنه زیاته شوې

د سوداګرۍ او پانګونې خونه

بل خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د هوایي دهلېز له لارې به هند ته تر ډېره د افغانستان هنجې، زعفران او وچه مېوه صادره کړای شي او افغانستان به له دې پلوه مناسب عاید ولري. د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي:«موږ اړتیا لرو چې ځينې توکي د هوايي دهلېز له لارې ولېږدوو خو اوس جلغوزې د هوا له لارې هند او دوبۍ ته لېږدوو.

اخوا یو شمېر سوداګر د هند بازار د کورنیو محصولاتو د پلور لپاره مهم بولي. سوداګر محبوب الله محمدي په دې هکله وویل:«په تېرو کلونو کې د هند بازارونه موږ ته ثابت شوي دي چې د افغانستان د توکو لپاره ستر او تقاضا لرونکي دي په ځانګړې توګه د افغانستان وچې مېوو لپاره. د سوداګرۍ او صنعت وزارت د شمېرو پر بنسټ، د ۱۴۰۱ لمریز کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې هند ته د افغانستان د صادراتو کچه ۲۵ سلنه زیاتوالی موندلی دی

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button