سیمه ییز خبرونه

د هند لومړی وزیر وايي، جي۲۰ هېوادونو د افریقايي ټولنې دايمي غړیتوب منلی

د هند لومړی وزیر مودي وايي چې جي۲۰ هېوادونو د افریقایي ټولنې دایمي غړیتوب ته غاړه ایښي ده

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په نوي ډیلي کې د جي شل سرمشریزې د پرانیستې پر مهال وویل، چې افریقایي ټولنه به د دایمي غړې په توګه له دې ډلې سره یوځای شي.

نور ولولئ: د هند د خپلواکۍ ورځ؛ مودي مانیپور ایالت کې پر تاوتریخوالي خبرې کړي

د سي‌ان‌ان د راپور له مخې د هند لومړي وزیر ټینګار وکړ، چې د جي شل په ډله کې د افریقایي ټولنې غړیتوب به د همکارۍ د پیاوړتیا لامل شي.

ښاغلي مودي زیاته کړه: “زه ډاډه یم، چې هرڅوک د دغه غړیتوب پلوي دي.”

د هند پر ځای د بهارت یادونه

د هند لومړي وزیر د خطابې له دریځ د هند پر ځای د بهارت نوم واخیست او ویې ویل چې د هند اصلي نوم بهارت دی، ځکه داد سانسکریت ژبې سره تړلی او بهارت د هندي ملتونو له لوري حمایه کېده او بهارت تر ټولو ښکلی نوم دی. ښاغلي مودي د جي ۲۰ هېوادونو سرمشریزه د هند په کوربه توب پرانیسته او ویې ویل چې ډېر ژر به افریقايي ټولنه هم ددې بهیر غړي شي، چې افریقایانو ددې هر کلی کړی دی.

د جي شل ډلې سرمشریزه د شنبې په ورځ په ډیلي کې جوړه شوه.

د جي شل ډلې هېوادونو ترڅنګ د نهو نورو هېوادونو (بنګله دېش، مصر، هسپانیا، موریس، نایجریا، هالنډ، متحده عربي اماراتو، عمان او سینګاپور) مشرانو ته هم په دغو مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

په دې غونډه کې د چین او روسیې ولسمشران نشته

د جی۲۰ هېوادونو په دې غونډه کې چې په نوي ډیلي ترسره کېږي، د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین او د چین ولسمشر ګډون نه کوي، بلکې د روسیې په استازیتوب د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د روسي پلاوي مشري کوي.

نور ولولئ:  د هند د دوو قومونو تر منځ شخړه؛ لومړی وزیر یې اپوزیسیون سره کرکېچ مخ کېږي

د دغو هېوادونو مشران په ډیلي کې سره راټول شوي، چې په مهمو نړیوالو مسلو خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ګڼو رسنیو د روسیې او چین ولسمشرانو نه ګډون یوه ننګونکې مسئله بللي ده او ویلې یې دي چې دا غونډه به د تېر په څېر اغېزناکه نه وي، ځکه د یادو هېوادونو ولسمشران په کې ګډون نه لري. خو څو ورځې وړاندې د هند بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې د چین او روسیې ولسمشرانو نه ګډون به په غونډه هېڅ اغېز ونه لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button