سات تيري

د هند مسلمانو اداکارانو په اړه معلومات تر لاسه کړی

مذهب یوه داسې لار ده چې انسان له خدای سره یوځای کوي او په بنسټیزه توګه هر ماشوم په هغه مذهب وي په کوم یې چې والدین وي. نن ورځ د داسې هندي اداکارو په اړه خبرې کوو چې مسلمانان دي خو په اړه یې لږ خلک پوهېږي.

رتنا پاټک شاہ: رتنا پاټک شاه له نصیرالدین شاه واده کړ او د واده لپاره خپل مذهب بدل کړ. هغې په مینه واده کړی، ډېر خلک پرې نېوکي کوي خو له خپلې ارادې نه په شا کېږي.کترینه کیف: کترینه کیف په مورزادي ډول مسلمانه ده خو په دې اړه به ډېر خلک نه پوهېږي،

20210917 191309

هغه وایي زما پلار کشمیري مسلمان او مور مې عیسوۍ ده، زموږ په کور کې مندر هم دی، خو ما نه عبادت کړی او نه لمونځ، خو په کلیسا کې ډېوې بلوم، اسلام یو سخت دین دی، هرڅوک پرې نه پوهېږي.

عالیه بټ: د عالیه بټ مور د ګجرات بوهري کورنۍ سره اړیکه لري چې یوه مسلمانه کورنۍ ده، خو پلار یې مهیش بټ بیا هندو مذهبی دی. عالیه بټ په مورزادي ډول مسلمانه ده خو تر اوسه یې نه د اسلام په اړه څه خبره کړې او نه د لمونځ په کولو لېدل شوې.

آدیتي راو: هندي اداکار آدیتي راو هم په مورزادي ډول یوه مسلمان دی. هغه وایي زما پلار مسلمان او مور مې بدایۍ ده، زه مسلمان یم خو والدین راباندې تر اوسه ټینګار نه دی کړی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button