ژوند او ټولنه

د هګۍ زیات خوړل د خطرناکو ناروغيو لامل ګرزي

د هګۍ زیات خوړل د خطرناکو ناروغيو لامل ګرزي ټوله نړۍ کې هګۍ په سباناري کې د خلکو تر ټولو خوښ خواړه دي اکثره خلک ېې د دې لپاره هم خوښوي چې پر هګی ښه مړيږي بل دا د روغتيا لپاره هم ډېر ګټور دي.

بلخوا بیا ډېرې زياتې هګۍ خوراک مو د شکر په څېر خطرناکې ناروغۍ ښکاره کولى شي. دا ادعا په اسټراليا کې شوې يوه نوې څېړنه کې شوې ده.د ساوت اسټراليا پوهنتون د چاينه طبي پوهنتون او قطر پوهنتون سره په ګډه د ١٩٩١ کال څخه تر ٢٠٠٩ کال پورې يوه اوږده څېړنه وکړه او په چين کې يې په خلکو د هګيو د خوړلو اغېزې وڅېړلې.دوى په دې څېړنه کې وموندله، هغه کسان چې د ورځې يوه يا له دې زياتې هګۍ خوري، په دوى کې د شکر د ناروغۍ خطر ٦٠ سلنه زياتېږي.

دبادولو وړ ده چې چين کې د شکر د ناروغانو کچه اوس ١١ سلنه ته رسېدلې ده، چې په نړيواله کچه يې اوسط ٨.٥ څخه پورته دى.څېړونکي وايي، چې د شکر ناروغۍ په کچه کې زياتوالى د اندېښنې وړ دى.څېړونکي وايي، چې دا له مخکې څخه معلومه شوې خبره ده چې خواړه د شکر ټايپ ټو په برخه کې ډېر مهم کردار ادا کوي، نو د داسې خواړو په اړه پوهېدل مهم دي چې د دې ناروغۍ په خپرولو کې لاس لري.دوى وايي، که څه هم ډېرى مهال د هګيو خوړل او د شکر ناروغۍ ترمنځ په اړيکو بحث کېږي،او خلک زیات تمرکز پرې کوي

خو په دې څېړنه کې د اوږدې مودې لپاره د هګيو خوړلو او په شکر د اخته کېدو په تړاو څېړنه شوې ده.څېړونکي وايي، چې موږ په دې څېړنه کې وموندله چې د اوږدې مودې لپاره د هګيو خوړل (هره ورځ ٣٨ ګرامه يا له دې زيات) په چينايانو کې د شکر ناروغۍ خطر ٢٥ سلنه زيات کړى دى.دوى په راپور کې زياته کړې ده، هغه کسان چې د ورځې شاوخوا پنځوس ګرامه هګۍ يا له دې زياتې خوري، نو په هغوى کې دا خطر ٦٠ سلنه پورته کېږي.

ریسرچ کې ويل شوي دي، چې له نارينه و زيات دا اغېز په ښځينه و کوي.د دې څېړنې څېړونکي وايي، چې دوى په دې څېړنه کې وموندله چې زياتې هګۍ خوړل د شکر ناروغۍ خطر زياتوي، خو په دې تړاو لا هم نورو څېړنو ته اړتيا ده.او په دې اړه باید د پوره نتیجې نه وروسته عمل وشي. خو د نوروریسرچونو له مخې هم هر شای باید ډېر ونه خوړل شي ترڅو چاغوالي نه خلک وژغورل شي.

نور مقاله: د انارو د جوسو فایدې

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button