ژوند او ټولنه

د کافي فایدې او نقصانات

کافي خپل شوقیان لري. ډېری خلک ددې پرځای چې چای وڅښي، له کافي نه استفاده کي. په خاص توګه د سهار پر مهال یې د موډ برابرولو لپاره استفاده کوي، خو ځینې خلک یې په څښلو کې افراط کوي او په مثبتو او منفي اغېزو یې نه پوهېږي.ځکه کیدایشي دا د بدن لپاره ښه پرځای منفي ثابت شي.

د راپور پر اساس ویل کېږي، هره ورځ په نړۍ کې له دوه میلیارده کپه (پیالو) څخه زیاته کافي مصرف کیږي، چې دا شمېر د ژمي په جریان کې څو چنده ډیریدی شي. په هر حال راځئ په دې پوه شو چې د کافي ګټې او تاوانونه کوم دي؟د کافي خوښونکي ښایي تلوسه ولري، چې ساینسي شواهد یې په اړه څه وایي.د کافي په جوړښت کې تر ټولو اغېزمن جُز کافین دی، له ډېرو څېړنو څخه څرګنده شوې چې د انسان پر بدن مثبتې اغېزې لري، خو په عموماً کې د کافي جوړښت ډېر پیچلی دی او په همدې سبب ویل کېږي چې هم ګټې او هم تاوانونه لري.

فایدې

هر وخت ورزش کولو یو ساعت د مخه د کافي څښل، کولی شي چې له ۱۱ تر ۱۲ سلنه فزیکي فعالیت ډېر کړي. د کافي په جوړښت د کافین مواد د انډرالین هورمون هغه هورمون دی چې انسان د یو کار لپاره هڅويافرازوي او د فزیکي فعالیت کچه ډېروي.د کافین مواد نه یوازې د وازدو حجرې ختموي، بلکې د بدن د وازدو یا غوړ په اوبه کولو کې هم مهم رول لري.د کافي په جوړښت کې د پوتاشیم او میګنیزیم شتون د انسولینو پکارولو کې مرسته کوي. دغه راز د وینې لوړ فشار برابر ساتي او د مالګې او بورې استعمال ته اړتیا کموي.

وایي چې د ورځې تر شپږو پیالو کافي څښل مو د ناڅاپي مړینې خطر کموي. په یوه څېړنه کې راغلي هغه کسان چې کافي استعمالوي د هغو په پرتله چې کافي نه استعمالوي، د ناڅاپي مړینې کچه یې ۲۵ سلنه لږه ده.د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې د ورځې څلور پیالې کافي څښل په سړو کې د پروستات د سرطان خطر ۲۰ سلنه او په ښځو کې د میټریال سرطان خطر  ۲۵ سلنه کموي. دغه راز په بدن کې زیاته اندازه کافین درلودل د ځینو عصبي ناروغیو لکه د الزایمر خطر هم لږولی شي.

په ورځ کې له ۲ څخه تر ۴ پیالو کافي څښل مو د فلج کېدو خطر کمولی شي.د بې کیفیته کافي کارول د سر درد، کمزوري کېدو او طبیعت یا موډ د بدلون لامل کیدی شي، خو دا هغه وخت امکان لري کله چې د کافي وخت تېر شوی وي یا کوم زیان ور اوښتی وي.

د کافي څښلو نقصانات

په لږ وخت کې له ۸۰ تر ۱۰۰ پیالو یا ۲۳ لیتره کافي څښل، په بدن کې ۱۳ ګرامه کافین تولیدوي، چې دې کچې ته په رسېدو انسان قۍ یا ګانګې کوي او ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کېږي.له ۲۳ لیترو څخه زیاتې اوبه هم د انسان لپاره خطرناکې وي په کافي کې د کافینو شتون د خوبۍ او نا آرامۍ لامل کېږي.

نو په همدې موخه روغتیاپالان وایي چې په ورځ کې دې له څلورو پیالو زیاته کافي ونه څښل شي.په دې اړه ډول ډول خبرې شوي، خو باوري خبره داده چې کافي د حمل مرحله ډېره حساسه کوي. همدا لامل دی چې روغتیاپالان مېرمنو ته د یوې پیالې کافي وړاندیز کوي او د ډېر استعمال نه ېې منع کوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button