نړیوال خبرونه

د وحید عمر څرګندونوته د بلقیس روشن غبرګون

د بلقیس روشن عکس العمل د وحید عمر څرګندونوته د پارلمان غړې بلقیس روشن د ستراتیژیکو اړیکو په برخه کې د ولسمشر غني مشاور وحید عمر وروستیو څرګندونو ته توند غبرګون وښود هغې ویلي د نبیل پر ځای د پولیس سره د هغه ٥ %شتمني بدله کړي.

اغلې په یوه ټلویزوني مرکه کې عمر ته په خطاب کې وویل د رحمت الله نبیل د ۵ فیصده شتمنۍ پرځای د یوه افغان پولیس له شتمنۍ سره خپله شتمني بدل کړه.د روشن په وینا، رحمت الله نبیل هم د همدې نظام لوړپوړی کس او په زیاتو فسادونو کې شریک و.نوموړې تور پورې کوي، چې وحید عمر او نبیل ته د یو بل حیف و میلونه او غلاوې معلومې دي، ځکه عمر د نبیل د شتمنۍ له ۵ فیصدو سره د خپلې شتمنۍ تبادلې ته تیاری ښيي.

دپارلمان دغې غړې همداراز ویلي چې د حکومت ترڅنګ پارلمان او قضایي قوه هم په فساد کې ښکیل دي، ځکه خو د فساد او حیف و میل د هڅو پر وړاندې نه دریږي او د ۹۱ کوډ د لګښتونو په اړه بې تفاوته دي.ښاغلي عمر پرون د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل ته د ۹۱ کوډ له پیسو د حیف و میل ادعاوو ته په غبرګون کې وویل، چې د ده له ټولې شتمنۍ سره دې خپله ۵ سلنه شتمني تبادله کړي.

څه وخت وړاندې اطلاعات روز ورځپاڼې د ۹۱ کوډ د لګښتونو په اړه یو راپور خپور کړ، چې له مخې یې ولسمشر د وحید عمر تر مشرۍ لاندې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتیژیکو اړیکو ادارې ته تېرکال ۳۰ میلیونه افغانۍ ورکړي.

د وحید عمر څرګندونوته   دبلقیس روشن غبرګون
د وحید عمر څرګندونوته دبلقیس روشن غبرګون

یاد راپور کې ویل شوي و، چې له دغو پیسو د یادې ادارې د کارکوونکو معاشونه او د وحید عمر د کور او دسترخوان لګښتونه ورکړل شوي.په یوه راپور کې راغلي، چې له یادو پیسو ۲ میلیونه افغانۍ د وحید عمر د دسترخوان د خرڅ او نیږدې ۲ نیم میلیونه نور د هغه د کور او مرمۍ ضد موټر د کرایې لپاره لګول شوي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button