ژوند

د ورځنیو غوره جنسي اړیکو نیولو لپاره کوم خواړه مهم دي؟

ډېری خلک د ورځنیو جنسي اړیکو لپاره کیمیاوي درمل کاروي چې دا کار له ګټې ډېر زیانونه لري

د درملو د کارولو پر ځای ډېر داسې خواړه شته چې که په منظم ډول وکارول شي، نو ستاسو د جنسي اړیکو په ښه کېدو کې مرسته کوي.

عشقي اړیکې، جنسي تنده او ورته غریضې په کومو ټولنو کې ډېرې وي؟

هغه خواړه چې د جنسي اړیکو په برخه کې له تاسو سره مرسته کوي، یو یې هم پیسته ده. په پېسته کې جنسي مینرالونه موجود دي. که چېرې تاسو پېسته په منظم شکل وخورئ، نو ستاسو جنسي مینرالونه به پوره شي.

پېسته که څه هم منرالونه او ویټامین لري، خو د زینک په برخه کې بیا ډېره مرسته نه شي کولی. د زینک ستونزه بیا د جنسي اړیکو هره برخه زیانمنوي.

د غوره جنسي اړیکو لپاره د غوزانو ګټې

تاسو به غوزان یا چهارمغز خوری، خو که د ډوز په شکل یې وخوری، نو تاسو به یې د جنسي اړیکو په برخه کې اغېز حس کړئ. غوزان د پروستات له زیانمنېدو مخنیوی کوي او د ویټامینونو تر څنګ نور مواد هم لري چې ستاسو جنسي ستونزې حل کولی شي.

نور ولولئ:  د جنسي پیاوړتیا زیاتولو لپاره لاندې خواړه وخورئ

نور ولولئ: جنسي اړیکو ته د کمې لېوالتیا لاملونه

نور ولولئ: د جنسي کمزورۍ د مخنیوي ۵ لارښوونې

sixual2

غوزان د مغزو د سیګنالونو په لېږد او د وینو د شریانونو په پاکوالي کې اغېزمن دي. غوزان د نیتریک اوکسایډ مقدار کې هم مرسته کولی شي.

نو تاسو کولی شی چې غوزان هم هره ورځ وخورئ او ګټه ترې پورته کړئ.

په جنسي اړیکو کې د ککو چاکلیټ رول

ککو چاکلیټ ستاسو د بدن پر حجرو په ځانګړې توګه د جنسي اړیکو حجرې چې هره ورځ تخریبېږي، ډېره ګټه کوي. که تاسو غواړی چې د تخریبېدونکو حجرو مخنیوی وکړی، نو کولی شئ چې ککو وکاروی.

sixual1

د کرم خوړلو ګټې

کرم خوړل د پروستات لپاره ګټه کوي. کرم د هغه چا لپاره ډېر ګټور دي چې ژر انزال کېږي، ځکه د هغه اغېزمنتوب مخه نیسي چې دوی یې په جنسي برخه کې لري. د کرم خوړل هغه چا لپاره هم مهم دي چې عمر یې لوړ وي، ځکه د ډېر عمر لرونکو کسانو انساجو ته ګټه کوي او اکثره ډاکټران ورته د کرم خوړلو توصیه کوي.

sixual

که غواړئ چې د پروستات له عملیانو خلاص وی، نو د کرم او نورې شنې سبزۍ خوړل ډېر کړئ. هره ورځ د ډوډۍ خوړلو پر مهال تاسو د خوراک په مهالوېش کې کرم ورزیات کړئ. د کرم او سبزیو استعمال د پروستات له اغېزمنتوب مخنیوی کوي او زیانمن کېدو یې ژغوري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button