د وټساپ ګروپونو د غړو شمېر ۱۵۰۰ کسانو ته لوړېږي
د وټساپ ګروپونو د غړو شمېر له ۱۰۲۴ څخه ۱۵۰۰ کسانو ته لوړېږي. دغه نوې اسانتیا به په تدریجي ډول د اندروېډ او آیفون کاروونکو ته وړاندې شي.
واټساپ د خپلو کاروونکو لپاره د یوې نوې اسانتیا د وړاندې کولو په حال کې دی چې له مخې به یې په یوه ګروپ کې تر ۱۵۰۰ کسانو پورې د ګډون امکان برابر شي.
د ټکنالوژۍ اړوند وېبپاڼې «WABetaInfo» د راپور له مخې، واټساپ غواړي د ډلهییزو خبرو ظرفیت له ۱۰۲۴ څخه ۱۵۰۰ غړو ته لوړ کړي.
په دې بدلون سره به د ګروپونو مسؤلان وکولی شي د پخوا په پرتله ۴۷۶ نور کسان هم په یوه ګروپ کې شامل کړي.
د راپور له مخې، د نوې اسانتیا د وړاندې کولو لړۍ پیل شوې او تمه ده په تدریجي ډول د اندروېډ او آیاواېس (iOS) کاروونکو ته ورسېږي.
د وټساپ ګروپونو نوی ظرفیت څنګه فعالېږي؟
اوس مهال په یوه واټساپ ګروپ کې تر ۱۰۲۴ کسانو پورې ګډون کولی شي. شرکت تر دې وړاندې هم د ګروپونو ظرفیت څو ځله لوړ کړی دی.
د نوې اسانتیا له فعالېدو وروسته به کاروونکي وکولی شي په وټساپ ګروپونو کې تر ۱۵۰۰ کسانو پورې شامل کړي، پرته له دې چې د خبرو اترو لپاره بېلابېل ګروپونه جوړ کړي. د وټساپ ګروپونو
د راپور له مخې، د دې بدلون لپاره ځانګړو تنظیماتو ته اړتیا نشته او د غړو نوی ظرفیت به د اسانتیا له فعالېدو سره سم د کاروونکو لپاره برابر شي.
خو دا اسانتیا لا ټولو کاروونکو ته نه ده رسېدلې او ښايي ځینې کسان یې د ترلاسه کولو لپاره د واټساپ راتلونکو تازهکېدنو ته اړتیا ولري.
نوې اسانتیا به چا ته ډېره ګټوره وي؟
د ګروپونو د غړو زیات شوی ظرفیت به په ځانګړې توګه د ښوونیزو بنسټونو، پوهنتونونو، سوداګریزو ادارو او سیمهییزو ټولنو لپاره ګټور وي.
دغه بنسټونه به وکولی شي د بېلابېلو ګروپونو د جوړولو پر ځای، له ډېرو کسانو سره په یوه ځای کې معلومات، خبرتیاوې او اړین پیغامونه شریک کړي.
واټساپ په وروستیو میاشتو کې د ډلهییزو خبرو د اسانه کولو لپاره یو شمېر نورې ځانګړنې هم معرفي کړې دي، چې پکې د مهمو پیغامونو ثابت ساتل او د خبرو اترو د تنظیم لپاره نوې اسانتیاوې شاملې دي. د وټساپ ګروپونو
همدارنګه، د ګروپونو مسؤلان کولی شي د خبرو اترو ځینې پخواني پیغامونه له نویو ورګډېدونکو غړو سره شریک کړي، څو هغوی د تېرو بحثونو له مهمو موضوعاتو خبر شي.
د وټساپ ګروپونو د ظرفیت لوړول د دې پیغامرسوونکي اپلېکېشن د هغو بدلونونو برخه ده چې موخه یې د لویو ډلو ترمنځ د اړیکو او معلوماتو شریکول اسانه کول دي.



