نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د ټرمپ خپل د ګوند مهم غړي ټرمپ ته رايې نه ورکوي

د ولسمشر ټرمپ خپل نفر ټرمپ ته رایه نه ورکوي د امريکا د واکمن ګوند جمهوريپال مهم کسان د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخالفت کوی، پخواني ولسمشر بش هم په راتلونکو ټاکنو کې د ټرمپ له ملاتړ څخه لاس واخيست.دوي وايي چې ولسمشر ټرمپ ته رایه نه ورکوي

د معلوماتو له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو غلطو پالېسيو له امله د خپل ګوند جمهوريپال د مشرانو تر سختو نيوکو لاندې دى. د جمهوريپالانو سناتور مټ رومني په واشنګټن کې د نژاد پرستۍ پر ضد لاريون کې ګډون وکړ، امريکايي رسنۍ ادعا کوي چې د جمهوريپالانو مهم مشران د ډونالډ ټرمپ پر ضد شوي دي او پخواني ولسمشر بش هم د ټرمپ د ملاتړ نه کولو پرېکړه کړې ده.

د امريکې پخواني د بهرنيو چارو وزير کولن پاول هم په لاريون کې ګډون کړى و او وې ويل چې هغه به دا ځل د ټرمپ پر ځاى د ديموکراتانو نوماند جوبايډن ته رايه ورکوي.دوي دغه پریکړه د ټرمپ د نا سمو کړنو له امله کوي دوي وايي چې د ټرمپ له لاسه امریکا په تاریخ کې اول ځل داسې اقتصادي او سیاسي بهران سره مخ شوه

د جمهوريپالانو سناتور مټ رومني د اوسنيو پېښو له امله د ولسمشر ټرمپ پر پالېسيو سختې نيوکې وکړې او وې ويل چې په راتلونکو ټاکنو کې هغه ته رايه نه ورکوي.د دغو اشخاطو ترڅنګ نورې سیاسي څېرې هم ټرمپ ته رایه نه ورکوي دوېې ژمنه کړې ده چې دا ځل به ټول جوبایډن ته رایه ورکوو ترڅو امریکا د روانو سیاسي اواقتصادي ستونزو اوباسي.

د يادولو وړ ده چې د روان کال په نومبر مياشت کې په امريکا کې ولسمشريزې ټاکنې ترسره کېږي، چې د ډونالډ ټرمپ پر وړاندې پخوانى مرستيال ولسمشر جوبايډن ولاړ دى، جوبايډن وايي چې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره يې د خپل ګوند رايې ترلاسه کړې دي.

دا هم باید یاده کړو چې ولسمشر ټرمپ غواړي چې خبل توان سره د امریکا په عوامو کې خپل محبوبیت زیات کړی او راتلونکي د ولسمشرۍ انتخابات په خپل نوم کړي نوموړۍ هذ هغه څه کوي کوم کې چې د د :ټې جانس زیاتیږي

دا هم باید یاده کړو چې راتلونکې انتخابات به د افغانستان په سیاسي حالاتو هم اغېز کوي ځکه ولسمشز ټرمپ غواړي ژرتر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي او افغانستان نه خپل فوځیان اوباسي ترڅو نوموړۍ دا هم امریکا یان ته د یو لاسته راوړنه وښايي او راتلونکې انتخاباتو کې ځان کامیاب کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button