هنر او ادب

د پاکستانۍ موډلې په اړه د مذهبي ډلو غبرګونونه

د ښکلا په سیالیو کې د پاکستانۍ موډلې ګډون غبرګونونه راپارولي او جنجالونه یې جوړ کړي دي

د مېس یونېورس”د نړۍ مېرمن” ښکلا سیالۍ کې د پاکستانۍ موډلې ګډون دغه هېواد کې غبرګونونه راپارولي دي.

د جماعت اسلامي ګوند سناتور دا “شرموونکی” کار بللی.

د پاکستان لنډ‌ مهالي لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ان دې برخه کې د پلټنو امر کړی دی. دې کار پر خواله رسنیو او توند لارو پاکستاني سړیو کې هم سختې غوسې راپارولې دي.

نور ولولئ: د پرینکا چوپړا د کم سارې ښکلا راز

خو د دې غوسې لامل څه شی دی؟

اریکا رابین د کراچۍ د ښار یوه مسیحۍ ده، چې د روان کال مېس یونېورس په نامه د ښکلا سیالیو کې به د پاکستان په استازیتوب ګډون کوي.

آغلې رابین چې ۲۴ کلنه ده، د دې سیالۍ په وروستي پړاو کې د پنځو کسانو تر منځ غوره شوې، چې په مالدیف کې ترسره شوې وه.

د مېس یونېورس سیالۍ به په نومبر میاشت السلوادور کې ترسره شي.

مېرمن رابین بي بي سي ته ویلي: “خوشاله یم چې د پاکستان په استاریتوب به ګډون کوم. خو نه پوهېږم چې دا غبرګونونه له کومه ځایه راځي، دوی فکر کوي چې زه به د لامبو په جامو کې له سړیو ډکې خونې ته راننوځم او ځان به ښکاروم.”

هغه کسان چې د نوموړې پر استازولۍ نیوکې کوي وايي، دا هلته د داسې یوه هېواد استازولي کوي، چې نه غواړي هېڅ استازې ولري. په ځانګړې ډول د ښکلا په داسې سیالیو کې چې پاکستان کې ډېرې کمې دي.

مېس پاکستان ورلډ د نړۍ په هره برخه کې د پاکستانۍ مېرمنو سیالي

دا سیالۍ په لومړي ځل په ۲۰۰۲ کال د کاناډا ټورنټو کې پیل شوې، خو د ۲۰۲۰ کال را په دېخوا اوس په لاهور کې ترسره کېږي.

دا سیالۍ بېلابېلې برخې لري مېس پاکستان یونېورس، مېسز پاکستان یونېورس او ان مېس ټرانس پاکستان هم پکې دي.

د دې سالیو په ۷۲ کلن تاریخ کې پاکستان هېڅکله د مېس یونېورس لپاره کومه استازې نه ده نومولې.

مېرمن رابین ویلي، د سیالۍ په دویم پړاو کې ترې پوښتنه وشوه، هغه کوم کار دی چې دا یې غواړي خپل هېواد لپاره ترسره کړي؟ دې یې په ځواب کې ویلي و چې، غواړي د خپلو خلکو دا ذهنیت بدل کړي چې پاکستان یو وروسته پاتې هېواد دی.

نور ولولئ: پر مدهوبالا د پاکستان لومړی وزیر هم مئین و

د هغې نوماندیدو په تړاو غبرګونونو ته په کتو دا ښايي ډېر سخته چاره وي.

له سختو نیوکو سربېره آغلې رابین ستایل شوې هم ده او ډېرو لیکوالانو او خبریالانو یې ملاتړ کړی.

یوې پاکستانۍ موډلې وانیزا احمد چې مېرمن رابین یې موډلېنګ پیلولو ته هم ډېره هڅولې امریکا غږ اردو برخې ته ویلي: “دا سړي چې د مسټر پاکستان په نامه د سړیو سیالي زغملی شي، نو د یوې ښځې له بریالیتوب او پرمختګ سره څه ستونزه لري؟”.

له راک او رول څخه تر اسلامي جمهوریته

د ډان ورځپاڼې د ۱۹۵۰ تر ۱۹۷۰ لیسزو ځینو نسخو کې د نایټ کلبونو او نڅاګرو ښځو ځینې اعلانونه شته، چې د کراچۍ ښار پخواني واټ الفینستون په کلب کې جوړ شوي دي. دې کلبونو ته به فعالانو، دیپلوماتانو، سیاسیونو، ځوانانو او بهرني مېلمنو تګ راتګ کاوه.

کراچۍ کې د متروپول په نامه تاریخي هوټل هم د ساز او سندرو ځای و.

خو په ۱۹۷۳ کال کې پاکستان اساسي قانون جوړ کړ او دا هېواد یې اسلامي جمهوریت ونوماوه او اسلام یې د خپل رسمي دین په توګه اعلان کړ.

څلور کاله وروسته پوځي مشر جنرال ضیاالحق د لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو حکومت وپرځاوه.

دا هغه څه و چې لسیزې وروسته د فعالانو او کارپوهانو له خوا د “سخت پړاو” په نامه یاد شول، ځکه چې اسلامي قانون نافذ او د پاکستان ټولنه په پراخه کچه بدله شوه.

د ۱۹۸۰ لسیزې په نیمايي کې جنرال ضیا آن په عام محضر کې د دورو وهلو ته جواز ورکړ، په دې کار یې غوښتل وښيي چې اسلامي قوانینو ته ژمن دی.

اوس کلونه کېږي چې پاکستان کې د شپې کلبونه او میخانې له منځه تللي او تر ډېره داسې ښکاري چې د متروپول هوټل هم د له منځه تللو په حال کې دی.

خو د یوه آزاد او پرمختللي پاکستان تمې لا ختمی نه دي، مېرمن روبین اوس غواړي د پاکستان په استازیتوب د ښکلا په سیالۍ کې د خپل هېواد استازیتوب وکړي.

هغه وايي: “زه د پاکستان په استازیتوب په یوه نړیوال سټېج کې د دغه هېواد هېڅ یو قانون نه ماتوم، خو زه د کلیشه یي او سولیدلي نظرونو د مخنیوي لپاره خپله هڅه کوم.”

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button