سات تيري

د پاکستان له بندخونو د افغان کډوالو د ازادولو لپاره د اسلامي امارت هڅې

 افغان کډوال نيولي او اوسمهال په زندان کې دي. په پاکستان کې د افغانستان سردار احمد شکېب وايي چې د دغو کسانو د ازادولو لپاره هڅې روانې دي

په دغو نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. په پاکستان کې د افغانستان سفير سردار احمد شکيب وايي:«دغه ډول مشکلات په پاکستان کې شته. په ځانکړې ډول په سند او کراچۍ ښارونو کې يې ډېر زور اخيستی دی. په دې کې هغه افغانان هم دي، چې مهاجر کارتونه لري. له وخته څخه دلته پراته دي، کاروبارونه کوي، د هغوی هم شکايتونه راغلي دي. موږ کوشش کوو، چې پاکستاني چارواکو ته دا خبره په لويه کچه باندې ورسوو.

په همدې حال کې په کراچۍ کې د افغانستان کونسل وايي، چې يو د تاج محمد په نوم يو افغان زنداني د پاکستان د کراچۍ ښار په يوه زندان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی؛ خو جسد يې تر اوسه افغانستان ته نه دی انتقال شوی. د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسل عبدالجبار تخاري وايي:«له ده سره د دين محمد په نوم د ده زوی پایواز وو. هغه اوس بندي دی په زندان کې دی. موږ ډېر کوششونه کړي، چې د ده زوی ازاد شي او د خپل پلار جسد يوسي وطن ته. تر اوسه موږ کامياب شوي نه يوو 

نور یی ولوله | محمود کرزی: د “عینو مېنې” ښارګوټي د اختلافونو د حل لپاره مې سفر ونه کړ

نور یی ولوله | د اسلامي امارت د رسمیت نه پېژندلو له امله بدې اقتصادي اغېزې

په پاکستان کې د افغان زندانيانو يوه وکيله منیزه کاکړ وايي، چې پاکستاني پوليسو د قانوني اسنادو لرونکي ۴۰۰ افغانان هم نيولي دي. په پاکستان کې د کډوالو د حقوقو فعالان او ځينې خبريالان وايي، چې په کراچۍ او سيند کې پاکستاني پوليسو د افغانانو د نیولو لړۍ چټکه کړې ده.

د ملي جمهوري غورځنګ غړی کاوش انجم وویل:«نن سبا د کراچۍ او سيند په زندانونه کې ډېر افغان کډوال زندانيان دي

پاکسانی خبريال طاهر خان هم څرګندوي:«هلته چې کوم ځايي وکيلان دي، هغوی وايي، ځينې وخت کې هغه خلک هم شکايت کوي، چې هغوی سره د مهاجرت کارتونه هم وي؛ خو د هغه باوجود هم پوليس دوی په تنګوي. داسې تورونه هم لګول کېږي، چې پولس ترې پيسې اخلي. 

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button