د پاکستان مشهورې موډلې متیرا، ملاله یوسفزۍ په اړه څه ویلي؟

ځړول شوی:سپتمبر 22, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

د پاکستان مشهوره موډله او ټلویزوني خپرونو کوربه متیرا د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ په دې سبب منافقه ګڼلې، چې هغې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له نړیوالو ستورو سره انځورونه اخیستي.

د ملاله یوسفزی عکسونه .

تېره ورځ وروسته له هغې چې ملالې یوسفزۍ د بالیووډ له اداکارې پریانکا چوپړا او د هالیووډ له نورو هنرمندانو سره اخیستل شوي انځورونه شریک کړل، متیرا د هغې انځورونه په خپل رسمي انسټاګرام اکاونټ خپاره کړل او لیکلي یې دي، هغې ته د داسې هنرمندانو سره د انځورونو اخیستلو په بدل کې پیسې ورکول کېږي

نور یی ولوله | نجیبه فیض: اقتصادي یا مالي خپلواکي د ښځو لپاره ډېره مهمه ده

نور یی ولوله | ابراهبم عابد: د خپل وطن خپله مزه وي

د میترا وینا

میترا زیاته کړه، په دې سخت وخت کې چې زموږ هېواد د سېلابونو له امله ډوبېده، ملالې پاکستان ته سر هم راښکاره نه کړ او اوس د هېواد د روانو حالاتو او ستونزو په اړه وینا هلته کوي. د انټرنېټ کاروونکو د متیرا له دې خبرې سره اتفاق کړی او ویلي یې دي چې ملاله تل د پاکستان په اړه غږیږي ځکه چې هغه دلته اوسېده خو حقیقت دا دی چې هغه د پاکستان له اصلي حالته ناخبره ده ځکه چې هغه به بیا کله هم پاکستان ته نه ده راغلې

ملاله او د ملګرو ملتونو غونډه.

ياده دې وي چې ملالې يوسفزۍ پرون په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له غونډې څخه د فلمي لوبغاړې پريانکا چوپړا او د هاليووډ له لوبغاړو سره اخيستل شوي عکسونه شريک کړي ول.نوموړې په ډېری نړیوالو غونډو کې ګډون هم کړی دی او لا ېې هم کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *