سات تيرينړیوال خبرونه

د پاکستان پخواني توپ اچونکۍ شعیب اختر غواړي چې د هغه ژوند په اړه فلم کې ورسره سلمان خان کار وکړي

د ګاونډي هېواد پاکستان د کرکټ لوبډلې پخوانى تېز توپ  اچونکى شعېب اختر وایی غواړم ، چې که  چرته د شعیب اختر په ژوند کله هم فلم جوړېږي، نو دهند مشهور ستورۍ سلمان خان پکې بايد کار وکړي. بازې راپورونو له مخې شعیب اختر د سلمان خان ډېر زیات مینه وال دۍ. .

یو رسني په خپل یو راپور کې ذکر کړي ، چې شعېب اختر د سلمان خان مينه وال دى. هغه په کال  ٢٠١٦ کې له سلمان خان سره په دوبۍ کې ملاقات شوۍ وو  و او بيا يې په خپل ټويټر له سلمان خان سره ګډ انځور خپور کړى و او ورته يې ليکلي و، چې له سلمان خان سره يې په دوبۍ کې وليدل او ډېر ښه وخت يې سره تېر کړ. هغه همدا راز د سلمان خان ستاينه هم کړې وه، چې د بينګ هيومن بنسټ له لارې ښه کارونه ترسره کوي.

شعېب اختر په خپل څرګندونو کې  ويلي دي، چې غواړم  ٥٤ کلن سلمان خان د خپل ژوند او کرکټ کيرير باندې جوړېدونکي فلم کې ورسره کار وکړي هغه وایی د ده ژوند په اړه فلم جوړيږي نو سلمان خان باید په دغې فلم کې وویني. ځکه نوموړۍ د سلماد سره ځانګړې مينه لري. .

شعېب اختر وايي: ((که کله هم زما په ژوند فلم جوړېږي، زه به وغواړم چې سلمان خان پکې مرکزي رول ترسره کړي.))

په وروستيو کې د فلم جوړونکو دې لوري ته هم پام شوى دى چې په نامتو کرکټرانو باندې فلمونه جوړوي، څو کاله مخکې د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر مهيندرا سينګ دهوني باندې هم يو فلم جوړ شوى و، چې خلکو ډېر خوښ کړ.

په هندي سينما کې بيا تازه د ١٩٨٣ نړيوال جام باندې فلم جوړېږي، چې په دغه جام کې د هند لوبډلې اتلولي خپله کړې وه او هغه مهال کپيل ديو د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر و. دغه فلم چې د (٨٣) په نوم جوړېږي، د کپيل ديو ژوند به پکې وښودل شي.

پاکستانى پخوانى چټک توپ اچونکى شعېب اختر چې د پاکستان لپاره يې په ٤٦ ټېسټ او ١٦٣ يو ورځنيو لوبو کې ګډون کړى دى، هغه په ټېسټ کې ١٧٨ او په يو ورځنيو لوبو کې ٢٤٧ ويکټې ترلاسه کړې دي. هغه همدا راز ١٥ نړيوالې شل اوريزې لوبې هم ترسره کړې دي چې ١٩ لوبغاړي يې پکې سوځولي دي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button