د پاکستان پر تګلاره نیوکه؛ عبدالله خان د افغانستان په اړه د ملي خبرو غوښتنه وکړه

د پاکستان پر تګلاره نیوکه وروسته له هغې شوې چې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ مشر عبدالله خان د افغانستان په اړه د اسلاماباد پر روانه تګلاره نیوکه کړې او د پالیسۍ د بیاکتنې غوښتنه یې کړې ده.
هغه ویلي، د افغانستان په اړه د پاکستان اوسنۍ تګلاره د افغانستان د کمزوري کولو پر ځای، عام افغانان له پاکستان څخه لیرې کوي.
عبدالله خان: د پاکستان تګلاره باید بدله شي
عبدالله خان ویلي، که د اسلاماباد اصلي اختلاف له طالبانو سره وي، نو داسې اقدامات باید ونه شي چې د افغانستان خلک د پاکستان پر وړاندې ودرېږي.
نوموړي د افغان کډوالو پر ایستلو او له هغوی سره د پاکستان پر سختګیرۍ هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان په اړه د اسلاماباد پالیسي باید د پاکستان د ملي ګټو، امنیت او د امنیتي ځواکونو د ژوند د خوندیتوب پر بنسټ جوړه شي. د پاکستان پر تګلاره نیوکه
د ملي خبرو اترو غوښتنه
خان د پاکستان او افغانستان په اړه د اسلاماباد اوسنۍ سخته تګلاره د پاکستان د ملي ګټو او امنیت لپاره زیانمنه بللې ده.
نوموړي له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغانستان په اړه خپله پالیسي بیا وڅېړي او د ملي خبرو اترو له لارې داسې تګلاره جوړه کړي چې د اسلاماباد امنیتي او ملي ګټې خوندي کړي. د پاکستان پر تګلاره نیوکه



