د پاکستان یرغل؛ بریتانیا د افغان ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړه

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لېنډسي، د پاکستان یرغل او په وروستیو بریدونو کې د افغان ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د ملکي خلکو ساتنه باید د ټولو ښکېلو لورو لومړیتوب وي.
لېنډسي د دوشنبې په ورځ (د سرطان ۸مه) په ایکسپاڼه کې ولیکل چې په افغانستان او پاکستان کې د روان تاوتریخوالي زیاتوالی او د ملکي وګړو پرلهپسې مرګژوبله د جدي اندېښنې وړ ده.
د پاکستان یرغل؛ بریتانیا د نړیوال بشردوستانه قانون د رعایت غوښتنه وکړه
د بریتانیا ځانګړي استازي ویلي، لندن د ترهګرۍ ټول ډولونه غندي، خو په ورته وخت کې له ټولو ښکېلو لورو غواړي چې د پوځي عملیاتو پر مهال د نړیوال بشردوستانه قانون درناوی وکړي او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره خپلې قانوني ژمنې عملي کړي.
هغه ټینګار وکړ چې د تاوتریخوالي کمول او د شخړو د پراخېدو مخنیوی د سیمې د ثبات او د بېګناه خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره اړین دي.
د پاکستان یرغل د نړیوالو غبرګونونه هم راپارولي
د بریتانیا د استازي څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پاکستان وروستي بریدونه پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د نړیوالو سازمانونو او یو شمېر هېوادونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د دغو بریدونو په تړاو ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، یونیسف، هند او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، هم د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې او د نړیوال بشردوستانه قانون پر رعایت یې ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
د پاکستان حکومت تر اوسه ټینګار کوي چې عملیات یې د وسلهوالو ډلو پر ضد ترسره کړي، خو د افغانستان لوري او ځايي سرچینې وایي چې په بریدونو کې ملکي سیمې په نښه شوې او ډېری قربانیان ولسي وګړي دي.
د د پاکستان یرغل له امله د ملکي وګړو د مرګژوبلې زیاتېدو د نړیوالې ټولنې اندېښنې هم پراخې کړې دي، او بېلابېل هېوادونه او نړیوال بنسټونه د تاوتریخوالي د درېدو او د شخړو د حل لپاره د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کوي.



