سفر خبرونه

د پکتیا اریوب‌ځاځي ولسوالۍ ته د اختر په ورځو کې د ۷۰زره سیلانیان ورتګ

د اختر په شپو او ورځو کې اریوب ځاځیو ته شاوخوا اویا زره سیلانیان ورغلي دي

اریوب ځاځي د طبیعي منظرې لرونکي سیمه ده چې تر ډېره په ځنګلونو پوښل شوي او سرسبزه ده. دا سیمه د سیاحت لپاره ډېره مشهوره ده چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه ورته ځوانان او د نورو عمرونو لرونکي خلک راځي. اکثره خلک هلته د کمپ‌فایر مېلې ترسره کوي او په دې سیمه کې شپې کوي.

طالب چارواکي او اریوب ځاځي

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت اریوب‌ځاځي ولسوالي ته د اختر څلور ورځو او شپو کې د چکر لپاره ګڼ‌شمېر سیلانیان ورغلي دي.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ثواب‌جان مسلم‌یار سلام‌وطندار ته ویلي چې د اختر په ورځو او شپو کې د اریوب‌ځاځي ملي پارک ته د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه شاوخوا ۷۰زره سیلانیان ورغلي دي.

نور ولولئ: افغاني سیاحتي ځایونه چې تاسو باید په 2023 کې لیدنه وکړئ

د هغه په وینا، دغه شمېرې یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ټاکل شوې کمېټې په مرسته ټولې کړې دي.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاته کړه چې اریوب‌ځاځي ملي پارک یې یوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړی چې یاده سیمه کې سیلانیانو ته اسانتیاوې برابروي.

په اریوب ځاځیو کې د طالبانو خدمات

نوموړي وویل چې یاد شرکت سیلانیانو ته د اختر شپو او ورځو کې د شپې له‌خوا خېمې، پاکې اوبه، برښنا او نورې اسانتیاوې برابرې کړې وې.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ثواب‌جان مسلم‌یار سلام‌وطندار ته وویل چې اریوب‌ځاځي کې د یاد شرکت له‌خوا د اسانتیاوو رامنځته‌کېدل لامل شوي چې سېلانیان دې سیمې ته ډېر ورمات شي.

افغانستان چې د چکر او سیاحت لپاره ښکلې او زړه‌ راښکوونکې سیمې لري، خلک وايي، که حکومت یې د سیلانیانو لپاره د ورتګ ترڅنګ نورې اسانتیاوې برابرې کړي، حکومت ته د عاید ترڅنګ به د یادو سیمو خلکو ته هم د کار زمینه برابره شي.

بل لورته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، نو د اریوب ځاځیو په څېر سیاحتي او ښایسته منظره لرونکو سیمو ته د خلکو تګ راتګ زیات شوی دی. د شنونکو په باور پخوا دا ډول سیمې د طالبانو لخوا ناامنه شوي وې او چا زړه نه شو کولی چې په سیاحت ورشي، خو اوس چې واک دوی اخیستی او نسبي امن دی، نو خلک هم د ورتګ زړه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button