هنر او ادب

د پیوستون تمرین، د نوروز د نمانځلو اړتیا

په افغاني ټولنه کې چې په رسمي ډګر کې له کلتوري زوال سره مخ ده

 

د نوروز په څېر جشنونه د احیا او بیارغونې لپاره یو فرصت دی. خو له بده مرغه چې ځينو واکمنو او مذهبي سخت دریځو فکر کاوه چې په خپلو فتواوو سره کولای شي یو کلتوري سمبول له منځه یوسي، هغوی هڅه کړې چې دا فرصت له خلکو په زور، جبر او ظلم واخلي او په دې توګه د ټولنې پر کلتوري دودونو د خپلې ولکې چتر خپور کړي او له دې لارې خلک او ټولنه کنټرول او د هغوی پر وړاندې خپل ځواک وکاروي. خو هغه څه چې ښکاره دي، دا دي چې دودونه، سمبولونه او کلتوري-ټولنیز مناسک په اسانۍ سره له منځه وړل کېدای نه شي، ښکاره بېلګه یې نوروز دی. د کلونو په اوږدو کې، د افراطي مذهبي ډلو له فتواوو سره سره، نوروز لا هم د خلکو په منځ کې په خپل قوت سره ژوندی دی او ټول د طبیعت په رنګ اخیستو سره د هغه هرکلي ته ورځي او نوروز نمانځي.

د وخت تېرېدل او بېلابېل سياسي، اقتصادي او کلتوري شرايط د يوه دود په له منځه وړلو، کمزوري کولو او پراختیا کې اغېزناک دي. که څه هم سمبولونه او ټولنیز دودونه په اسانۍ سره له منځه وړل کیدای نشي، خو زموږ په خاوره کې د زرګونو کلونو په اوږدو کې ګڼ دودونه ورک شوي او ځای یې نویو دودونو نیولي دي. په دې لړ کې نوروز هغه لرغونی دود دی چې له زرګونو کلونو وروسته په بېلابېلو دورو کې له ورکېدو او هېرېدو ژغورل شوی او لا یې هم په ځان کې تر ټولو غوره انساني سمبولونه ساتلي دي. دغه دود زموږ په کلتوري لاشعور کې دومره نفوذ کړی چې د تاریخ په هیڅ پړاو کې نه ورک شوی او نه له منځه تللی دی. دا جشن او رسم زموږ په ټولنیزو او کلتوري دودونو کې ریښې لري چې د تاریخ په اوږدو کې یې مثبت او ګټور رول لرلی دی. له دې پلوه، نوروز ته د ټولنپوهنې له لید لوري کتلای شو.

newroze (4)

ټولنیز سمبولونه او په خواخوږۍ کې یې رول

ټولنیزو ښکارندو ته د چاروالې« فانکشنالیزم» له لید لوري په کتو سره چې تمرکز یې په ټولنه کې د یوې ښکارندې د چار«نقش» پر څرنګوالي دي، درک کوو چې ټولنیز سمبولونه، دودونه او رسمونه له یو بل سره د تړاو او پیوستون ځانګړتیا لري او د خواخوږۍ په رامنځته کولو او د ټولنیز اړیکو په پیاوړتیا کې اغېزناک دي. فرانسوي ټولنپوه امیل دورکیم پر دې باور دی، چې د وخت په منظمو دورو کې د خلکو راټولېدل او د هغوی د اړیکو او همکارۍ د کرښو ساتل د دودیزو مراسمو یو خورا مهم څرګند ټولنیز چار دی چې د ټولنې د یو موټي توب له لارې د دودیزو مراسمو شته وضعیت ته د اعتبار ورکولو او په پټ چار کې د ټولنیز ثبات، نورو نسلونو ته د ارزښتونو او دودونو د لیږد او د ټولنې په کچه د یووالي لامل کیږي. د هغه په اند، د دودونو لومړی اغېز دا دی، چې خلک سره يو ځاى کوي او د صمیمیت د رامنځته کېدو لامل کیږي. دورکیم د مناسکو او دودونو د اړتیا په تړاو وايي چې د رسمونو په وسيله ډلې ځان تاییدوي او خپله ساتنه کوي.

نور ولولئ: د څو ژبو زده کړه، اغېزې او د لا ډېرې پوهې سرچینه

نور ولولئ: نوروز په افغانستان کې د يوې فرهنګي ورځې په توګه هر کال لمانځل کيږي

څرنګه چې د خلکو د اجتماعي شعور یوه برخه په ټولنیزو دودنو او مناسکو کې د هغوی د حضور په بهیر کې رامنځته کیږي، نو د دغو دودونو له لارې خلک له ټولنیز ژوند سره بیا تړاو مومي، او په دې دلیل چې دودونه د یووالي رامنځته کولو چار لري، نو خلک په هغو کې په ګډون سره په ځان کې د نورو او ټولنې پر وړاندې خپل مقام او دنده بیاتولیدوي. د دې دلیل چې رسمونه دوام مومي او په ځینو مشخصو دورو کې تکراریږي هغه چار دی چې له بهرنۍ فضا اخوا یې لري؛ په دې مانا چې د دودونو دوام او د يو ځانګړي رسم د اداء کولو لپاره د خلکو د راغونډېدلو علت نه يوازې هغه عمل او متقابل عمل دی چې د هغه ځانګړي دود او دستور د دوام ضمانت کوي، بلکې له دې شرايطو رامنځته شوی احساس دی. په بله وینا، د هغه د پایښت لامل د پیوستون احساس دی چې په دې عمل او متقابل عمل کې رامنځته کیږي او د دې لامل کیږي چې دا احساس د دې عمل او د خلکو په متقابل عمل کې ځان وساتي او پیاوړی کړی.

نوروز په افغاني ټولنه او کلتور کې

زموږ ټولنه په داسې شرایطو کې ده، چې یووالي، همغږۍ او خواخوږۍ ته اړتیا لري. نوروزد داسې سمبول په توګه چې عمومیت او شمولیت لري، کولای شي ټولنه سره وصل او منظمه کړي. د ټولنیز سمبول په توګه، نوروز د ټولیز روح د پیاوړتیا، د ټولنیز-کلتوري یووالي د پیاوړتیا، د ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا او د ټولو لپاره د یووالي او ګډې انساني فضا رامنځته کولو په څېر دندې لري. څرنګه چې نوروز په کوم ځانګړي دین، مذهب او په کومې قومي او ژبنۍ ډلې پورې اړه نه لري او د ټولو دود دی – یادو شويو هویتي نسبتونو ته له پام پرته – د افغانستان په څېر یوه متکثر، خواره واره او متنوع هېواد کې په لوړه کچه په ټولنه کې د همپالنې او خواخوږۍ لامل کېدای شي.

newroze (3)

په ټول افغانستان کې لکه څنګه چې موږ ګورو چې د نوروز پرمهال د بېلابېلو فرعي کلتورونو، ژبو، مذهبونو او توکمونو خلک راټولیږي، هغوی قومي، مذهبي او ژبنۍ کړۍ پریږدي او د طبیعت د نوي کېدو د نمانځلو لپاره سره راټولیږي. په نوروز کې خلک یو له بل سره لیده کاته کوي او له بېلابېلو خلکو سره ویني او پر یوه دسترخوان سره کیني او یا هم په داسې ځایونو کې چې د راټولیدو امکان پکې وي، راټولیږي او د تفاوتونو درناوی کوي. دا غونډې دا په ډاګه کوي چې نوروز څنګه د کلتوري رسم په توګه کولای شي د همغږۍ په پیوستون او پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولوبوي. په کومه ټولنه کې چې نفرت غالب وي او سیاسي واکمنان یې له یو بل نه د خلکو د جلا کېدو لامل کیږي او نفرتونه خپروي، نو اړینه ده، چې هغه سمبولونه، مناسک او دودونه ونمانځل شي چې یووالی او یو موټي توب رامنځته کوي. د خلکو تر منځ د کرکې او د یو بل پر وړاندې د قالبي تفکراتو د شتوالي ځيني لاملونه د نه پېژندلو، خبرو نه کولو او د یوبل په غمونو او خوښیو کې د نه شریک توب له امله دي. نوروز د خلکو د یووالي او یو موټي توب لامل کیږي، څو په ګډه فضا کې په ګډه جشن جوړاو خوښۍ وکړي. د نوروز ظاهري بڼه د هغه خوشالي او خوښۍ راوړونکې ځانګړتیاوې دي. خو د هغه داخلي چار د پیوستون او خواخوږۍ د احساس پیاوړي کول دي.

همغږي، پیوستون او خواخوږي هغه برخې دي چې زموږ ټولنه ورته اړتیا لري. نوروز د پیوستون د تمرین لپاره داسې یو فرصت دی چې په ترڅ کې یې د خواخوږۍ احساس هم رامنځته کیږي. موږ باید د دا ډول سمبولونو او مناسکو درناوی وکړو او ویې ونمانځو. اوس چې طالبانو په بېلابېلو لارو په کلتوري تحریف لاس پورې کړی دی او د نوروز د نمانځلو مخه یې نیولې، نوروز د مقاومت پر فضا بدل شوی دی، د استبداد، سخت دریځۍ، افراطیت، تحجر، د انسان د ضدیت او د کلتوري د له منځه وړلو پر وړاندې مقاومت. نن نوروز د هغو قوتونو لپاره امکان او فضا برابره کړې ده، چې له یوې بشري ضد ډلې سره مخ دي. هغوی د امکان تر بریده په غیر متشدد ډول عمل کوي، په خپلو کوچنیو ډلو کې د طبیعت نوي کېدل نمانځي او د یو بل ترڅنګ خپلې کلتوري وړتیاوې پیاوړې او بیا تولیدوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button