هنر او ادب

د څو ژبو زده کړه، اغېزې او د لا ډېرې پوهې سرچینه

څېړنې وایي چې د څو ژبو زده کړه ستاسو د علم او پوهې لید ډېر پراخوي

څوک نه پوهېږي. څېړنو دا ښودلې کله چې یوه نوې ژبه زده کو نو لېوالتیا پیدا کوو، چې نورې ژبې هم زده کړو. دا سمه ده، چې انسان له هر څه سره عادت کوي او د عادت هېرول هم یو ډول ناروغي ده. دا به ډېره ښه خبره وي چې انسان د ژبو زده کړې سره عادت وکړي. د دغه روږدي کېدل خواوې دا دي چې درک ډېروي او ماغزه ډېر وخت لپاره روغ ساتي.

څنګه د دغه روږدي کېدل په څاه کې ډوب شو؟ د ډېرو ژبو زده کړه لېوالتیا له کومه کړو؟

په دغه مقالې کې به موږ پر دې پوه شو چې څنګه ډېرې ژبې زده کړو.

آیا دا شونې ده چې څو ژبې زده کړو؟

دا پوښتنه ډېره ستونزمنه ده.

کالفرونیا د ژبپوهنې پوهنتون استاد (Claire Kramsch) د څېړنو په پایلو کې دا تر لاسه شوه، کله چې غواړئ څو ژبې زده کړئ نو له هغه ژبو سره ژوند وکړئ. دا چې ژبه زده کړئ او هغه بې ګټې پاتې شي، هېڅ کارونه ونه لري، نشئ کولی چې هغه کې ماهر شئ  یا هم ټول خواوې ستاسو په یاد پاتې شي.

که څه هم د څو ژبو زده کړې لپاره باید خپل وګړیز موخې ولرئ. آیا د دې اړتیا شته چې په ټولو ژبو کې تخصصي (advanced) پړاو ته ورسېږئ؟ یا هم د سفرتر حده ورته اړتیا لرئ، یا هم غواړئ چې بېلا بېلو هېوادونو څخه ملګري ولرئ یا هم د نورو هېوادونو فلمونه پرته له ژباړې وګورئ؟

اړین ټکی داده چې خپل اړتیاوې له خپل موخو سره پرتله کړئ. دا ځان ته وټاکئ چې هره ژبه د څه موخې لپاره زده کوئ، وروسته خپل د مطالعې ډول وټاکئ. هرڅوک دبېلابېلو ژبو زده کړې لپاره خپل ځانګړي لاملونه لري. کېدای شي خلک د دندې، سفر، له نورو سره د اړیکو، تجارت او یا هم له یو بهرني سره د واده لپاره ژبې زده کړي.

multiple language2
د څو ژبو زده کړه

د څو ژبو د زده کړې انګېزه

توماس ادیسون، هریت تابمن، آلبرت انیشتین دغه ټول وګړي خپل نظریو او موندنو سره ټوله نړۍ یې حیران کړه، داسې کارونه یې وکړل چې عادي خلک یې په خوب کې هم نه ګوري. دقیقآ خبره همدلته ده. عادي وګړي، ولې تاسو عادي چلند وکړئ؟ ولې تاسې حیرانونکي کارونه ترسره نه کړئ؟

هرڅه نه وي انیشتین د (Dyslexia)په ناروغۍ اخته و او تر څلورکلنۍ پورې یې ژبه خلاصه نه کړه!

هیله مو درلوده چې لس ژبې زده کړئ؟ دولس ژبې زده کړئ، شمېریې اړین نه دی. خپله موخه خپل د زړه هیله وګڼئ. غوښتل کېدل دي. ستونزه نشته ، تاسو لومړی کس نه یاست. داسې ډېر وګړي په دې نړۍ کې شته چې له نهو او یا هم لسو ژبو څخه ډېر زده  لري او په هغه ټولو کې برلاسي هم دي. په انترنیټ کې لږ څېړنه وکړئ، په اسانۍ سره به دغه وګړي ومومئ.

د بېلګې په توګه دغه نقل قولونو ته پام وکړئ:

د نړۍ هېڅ یوه ژبه یوازې د مادي ګټواوموخو لپاره نه زده کېږي. که په مینې مطالعه وشي، له څه چې تمه لرئ، ډېر به زده کړئ. (J.R.R Tolkein) په دولس ژبو خبرې کولې.

ناشونې نشته، (Audrey Hepburn) په شپږ ژبو پوهېده.

د یو ګټونکي اوبیلونکي توپیر دا دی، چې ګټونکی له ماتو څخه یو لاره بریاو ته جوړه وي.(Benny Lewis) په اووه ژبو پوهېده.

باور وکړئ چې تاسو د ژبپوهنې یو نابغه یاست(Kato Lomb) د نړۍ په شپاړلس ژبو خبرې کولې.

خپلې هیلې برابر(تعدیل) کړئ.

دا شاید اړین ټکی ستاسو په انګېزه او ارامه  ساتلو کې وي. د ډېرو ژبو زده کوونکو موخه دا ده، چې د کمال پړاو ته ورسېږي. دا کوم بد څه نه ده، په ځانګړې توګه که په یو یا دوو ژبو ټینګار وکړئ.

کله چې له دغه پړاو څخه تېرېږئ، نوپه نورو ژبو کې کمال رسېدل هم داسې څه کار نه دی. کمال رسېدلو څخه موخه، رسېدل مهارتونواو بشپړ(fluency) په دویم ژبې او نورو ژبو کې خبرې کول.

نو د دې پرځای، کوچني موخې وټاکئ. ورو او تل، د سوي او سنګ پشت مسابقه مو ذهن کې شته؟ داسې نه دی چې ټولې هندواڼې یوځای پورته کړئ. که غواړئ چې په لږ وخت کې، په څوژبو خبرې وکړئ او په ټولو کې وړتیا ولرئ، یوازې ځان خپه کوئ او ناهیلي به ستاسو پایله وي.

که له یوې ژبې سره اشنا یاست له همغه یې پیل کړئ

شاید په لومړیو کې ناهیلې شئ او ووایئ: « نه، زه غواړم نوي شیان زده کړم.» هو، دغه موخې ته رسېږو خو باید ورو پرمخ ولاړ شو. که موخه مو دا وي چې څوبېلابېلې ژبې زده کړئ، غوره دا ده  چې له هغه ساده او اسانه طریقو څخه یې پیل کړئ، چې تاسو پکې راحت یاست.

نور ولولئ: شوپنهاور تند مزاج، انساني طبیعت او جنګ

نور ولولئ: پنځه هغه لارې چارې چې په لړ کې یې کولی شو انګليسي ژبه زده‌ کړو

نور ولولئ: عربي ژبه څنګه اسانه زده کړو؟

نو چې کومې ژبې سره اشنايي لرئ له هغه څخه یې پیل کړئ.

د بېلګې په توګه، ټول افغانان د ښوونځي په دورې کې له انګلېسي سره بلد شوي او یا هم ترکیې ته  تګ راتګ کوي نو له دغو ژبو سره حتمي بلد شوي یاست،  نو له انګلېسي یا هم له ترکي څخه یې پیل کړئ. یا هم کله چې ماشوم وئ، مور اوپلار تاسو یې عربي ټولګي ته وړي وئ او اوس مو ټول هېرشوي دي نو له عربي څخه یې پیل کړئ ځکه له لږ تکرار وروسته هغه ټول ټکي ژر یادېږي.

البته یوه بله لاره هم شته هغه دا ده، چې که په کومې ژبې پوهېږئ او بله ژبه زده کړئ نو د یادې ژبې هم ریښه او مشابه ژبه زده کړئ، دبېلګې په توګه که اسپانیايي پوهېږئ نو پرتګالي او ایتالیايي ژر زده کوئ. نو په دې توګه په ډېراسانۍ سره جوړښتونه زده کوئ، ځکه دغه جوړښتونه یاهم کلمې ډېر سره یو دي او ډېر مو نه په تکلیفوي.

multiple language1
د څو ژبو زده کړه

که یوازې په انګلیسي پوهېږو نو څه وکړو؟

ښه، دلته کومه بده پېښه نه ده شوې. له اسپانیايي څخه یې پیل کړئ، که موباورکېږي یاهم نه خو دا ژبه له انګلېسي څخه هم اسانه ده. که غواړئ چې نیمه لاره تللي وئ نو هالندي اویاهم افریقايي زده کړئ، شاید په لومړیو کې افریقايي له انګلېسي سره بېخي بې ورته والي ښکاره شي. خو ګرامري او جوړښي ورته والی دومره ډېره ده وايئ به چې نیمه لاره تللي یاست.

خپل تاکل شوي ژبې سره کتارکړئ

که غواړئ چې څو ژبې زده کړئ نو تاسې لوړخیالونه لرئ او له خنډونو هم نه وېرېږئ.

که غواړئ  چې ډېر ژر دغه ژبې زده کړئ نو په یو وخت کې دوه ژبې زده کړئ. آیا دغه کار اسانه دی؟ البته چې نه. خو څولارې د دې کار لپاره هم شته.

څه مو چې وویل شاید عجیبه نظرته راشي، اما شاید ترټولو غوره لاره د څوژبو زده کړې لپاره وي، څارې په ډول، اسپانیايي او ایتالیايي، یا هم اسپانیايي او چیني ماندرین سره غوره کوئ.

د دغه کار لپاره باید ټول ټکي او ګرامري همرنګي سره راټول کړو او وروسته زده کړه او تمرین پیل کړو. نو په دې توګه هغه دوه ژبې سره نه غلطو او زده کو یې.

تاسو باید د یوې برنامې تنظیم هېر نه کړئ

که غواړئ چې په یو وخت دوه ژبې زده کړئ، نو اړین دی، چې تمرین هېر نه کړئ. په بېلا بېل چاپېریال کې مطالعه پیل کړئ او زده کړه یوازې خپلې کوټې پورې مه تړئ، بیاځلي تمرین سره، هېڅکله دوه ژبې سره نه ګډوئ او په ښه توګه هغه زده کوئ.

يوازې تاسو پوهېږئ چې ورځ مو څه ډول تېرېږي. نو پرته له تاسو بل هېڅوک نشي کولی چې یوښه برنامه جوړ کړي. خپل د مطالعه په ټول ورځ ووېشئ او هروخت یوه ګړۍ په پام کې ونیسئ. په دې توګه که ژبه څومره هم ګرانه وي پر تاسو ډېر فشار نه راوړي.

هره ژبه چې زده کوئ پکې ورک شئ

د ژبې زده کړه یوازې ګرامر او وییونو پورې نه محدودېږي. د یو ملت ژبې زده کړې سره، د هغوی ټول ماهیت ته ورګډېږئ. څه ډول فکرکوي؟ څه خوري؟ کوم ډول سندرې اوري؟ په څه شي هغوی خپه کېږي؟ څه شی هغوی خندوي؟ څه ډول اصطلاحات کاروي؟

ډېر ښه څرنګه په یوې ژبې کې ډوب شو او دغو پوښتنو ته ځواب ووایو.

د هغې ژبې چاپېریال ته ولاړ شئ. کورنۍ فلمونه وګورئ. دغه کار له دې سره چې ژبه زده کوئ، ورسره د هغه ملت فرهنګ، دودونه او رسمونه هم زده کوئ.

یو، دوه، درې یا څوبهرني ملګري پیدا کړئ. هرڅومره چې له پردیو سره خبرې وکړئ،  هومره به د هغوئ له روسوم او عاداتو سره  بلد شئ. تاسو نشئ کولی چې دغه ملګري د ټولنیزو رسنیو او ویبسایټونوڅخه پیدا کړئ او خپل کوچنۍ ټولنه جوړه کړئ.

له توتي کېدو سره جوړ جاړی

بېلابېل ژبې، ډول ډول ګړدودونه او الفاظ لري. غږونه بېل ځایونو، مرۍ څخه تولیدېږي او ژبه د هرغږ منځته راتګ لپاره بېل ډول څرخېږي. دڅارې په ډول، عرب وګړي ډېر توري له مرۍ څخه تولیدوي. د دې لپاره چې دیوې ژبې تلفظ او بیان ډول زده کړئ، لکه توتي هرڅه تقلید کړئ.

نوپېښې( تقلید) تاسو سره مرسته کوي، چې لکه بومي ژبو خبرې وکړئ. د حل لاره یې هم دا ده، چې د هغوی خبرې واورئ.  د موخې ژبې غږیز کتابونه واورئ او یا هم فلم وګورئ،  هڅه وکړئ وروسته له هرجملې هغه ودروئ او جمله لکه هماغه کرکټربیاځلي ووایاست.

د ژبو په زده کړه کې وېره او شرم پرېږدئ

هرڅومره چې تمرین وکړئ، هومره پیاوړي کېږئ، خو که داسې وي چې تل وشرمېږئ او له دې وډارشئ چې د خبرو په وخت کې، خندونکي ښکاره نشئ، څه به وشي؟ کولی شئ تمرین وکړئ؟

اصلآ دغه خبره هېره کړئ چې خلک به تاسوپورې وخاندي یاهم ستاسوعجیه ګړدود مسخره کړي. که په هغه ټولګي کې چې ټول تاسو سره برابر دي اوسئ نو دغه کار هېڅکله نه کېږي.

multiple language3
د څو ژبو زده کړه

له دې سره هم تاسو باید خپل ذهن پیاوړی کړئ. د یونوي ژبې زده کړه پرځان باور او ډېر

ځيرنې ته اړتیا لري. البته په کور کې هم تمرین وکړئ، خپل غږثبت کړئ بیا یې واورئ، فلم وګورئ او دیالوګونه یې له ځان سره ووایاست. نو هر څومره چې ډېر تمرین وکړئ لابه پیاوړي شئ.

تاسو هره ورځ بېلابېل وړتیاوې تمرین کړئ

د ژبې ډېر زده کوونکي هره ورځ دغه مقاله ډېر لولي، چې لا پیاوړي شي. خو چې تمرین ونه کړئ پیاوړي به نشئ. نوباید تمرین وکړئ او هغه لاپه هوښيارانه بڼه وکړئ.

هره ورځ باید د خبرو، لوستلو، اورېدلو او لیکلو تمرین په منظمه بڼه وشي. لازم نه ده، چې دغه مهارتونه، هره ورځ د هرې ژبې لپاره په بېل ډول ترسره کړئ. د یومنظم برنامې سره کولی شئ خپل ټول مهارتونه پیاوړي کړئ چې پیاوړي شئ.

که په یو وخت کې د دوو ژبو په زده کړې بوخت یاست، نو کولی شئ، چې له دغو مهارتونو څخه ګټه واخلئ. د بېلګې په توګه که تاسو یو وخت کې ایتالیايي او اسپانیايي زده کوئ نو کولی شئ چې يو میاشت کئ ایتالیايي رومان او کولی شئ ورسره اسپانیايي فلم هم وګورئ.

دلته نو له تمرین څخه خوند اخیستل هېر نه کړئ. که تمرینونه په ستومانونکي ډول ترسره کړئ نو ژربه له خپل هڅې لاس واخلئ. نو هوښيارانه ډول تمرین سره زده کړې ته دوام ورکړئ چې وروسته له لږ وخت څخه تاسو هم څوژبې زده کړي وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button