ژوند او ټولنه

د ډېرو خوږو خوړل بدن ته زيان رسوي

د ناروغيو له لويو لاملونه څخه يو د ډېرو غوړو خوړل او بل د زياتو خوږو خوړل ياديږي

لا هم ډېر خلک د زیاتو خوږو د خوړلو په زیانونو نه پوهیږي خو هر هغه ګتور خواړه چې له اندازې زیات شي د ګټې پر ځای تاوان لري، نو په کار ده چې د خوږو خوړلو په خوراک کې هم له احتیاط څخه کار واخلو.

یو شمېر کسان په دې باور دي چې کاکاو، چاکلیټ او داسې نور خواږه خواړه انسان چاغوي هغوی چې غواړي وزن یې ډیر شي نو کوښښ کوي چې خواږه خواړه ډیر وخوري مګر دوی په دې نه پوهیږي چې خواږه خواړه ډیر زیانونه لري.

ډیری خلک د جنیټیکي خواصو له مخې نه چاغیږي، دا ډول خلک بیا په دې اند دي، چې که موږ څومره خواږه وخورو، دا خواږه چې موږ نه چاغوي، نو روغتیا ته مو هم تاوان نه لري مګر دا ډول فکر هم سم نه دی.

دا خلک باید پوه شي چې سره له دې چې خواږه یې نه چاغوي برعکس خواږه یې په بدن کې په وازګو بدلیږي چې روغتیا ته ډیر زیانونه لري.

خواږه شیان خوړل پر غاښونو بده اغیزه کوي

روغتیا پالان وايي چې د خوږو شیانو خوړل په خوله کې داسې میکروب زیاتوي چې له امله یې په غاښونو کې ناروغۍ رامنځته کيږي او همدا ډول په ساه اخیستلو کې د بوی سبب هم کيږي.

څیړنو ښودلې ده چې د خوږو خوړو خوړل د انسان دفاعي سیستم کمزوری کوي، په همدې ډول بدن د موسمي ناروغیو دفاع نه شي کولی ځکه کله چې بدن کمزوری شي بیا د یو شمېر ناروغیو ښکار کیږي.

څیړنو موندلې ده چې د خوږو شیانو خوړل په یو شمېر خلکو کې د چاغیدو تر څنګ، په ځیګر کې وازګې یا شحمیات پیدا کوي، د زړه د ناروغۍ سبب کیږي، د وینې غوړ پیدا کوي، د زړه رګونه بندوي، د شکرې ناروغۍ لامل کیږي، د ویني فشار لوړوي او دې ته ورته بې شمیره ناروغۍ دي، چې د خوږو خوړلو له ډېر خوراک څخه انسان ته پیدا کیږي.

نور ولولئ: د زړه ضربان زیاتېدل او د وزن کمېدل د کومې ناروغۍ نښه ده؟

نو لازمه ده چې د خوږو په خوړلو کې پوره احتياط او دقت وشي تر څو د سالم او صحتمند بدن خاوندان وه اوسو.

څينې روغتيا پالان وايي چې د نيمايي ناروغيو لامل د خوږو ډېر خوړل دي او هر کله سپارښتنه کوي چې د خوږو په خوړلو کې کموالی راولو او له ډېرو خوړلو ډډه وکړو.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button