نړیوال خبرونه

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د همکاریو لپاره د نوي میکانیزم پر جوړېدو هوکړه

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې کابل او اسلام اباد د دوه اړخیزو همکاریو لپاره یوه نوي میکانیزم د جوړېدو په هکله هوکړې ته رسېدلي دي
 
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل وايي چې د پاکستان د بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې حنا رباني کهر په مشرۍ پاکستاني پلاوي، له امیرخان متقي سره په لیدنه کې د ویزو په صادرولو کې د اسانتیا، پاکستان کې له افغان کډوالو سره د نېک چلن او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په هکله خبرې اترې کړې دي. ښاغلي تکل وايي:«توافق وشو چي د دوه اړخيزو همکاريو لپاره به نوي ميکانيزمونه را منځته کېږي چي ټول مشترک فرصتونه او مسایل د خبرو اترو له لاري وڅېړل شي او پرمختګ لپاره کار وشي.

د بهرنيو چارو وزارت 

د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې امیر خان متقي له پاکستاني پلاوي سره په پاکستان کې افغان بنديانو د خلاصون، د ویزو په صادرولو کې د اسانتیاو د رامنځته کولو او د سوداګرۍ په برخه کې د پرمختګ په اړه خبرې کړې دي او پاکستاني لوري د دغو ستونزو د حل ډاډ څرګند کړی دی. د سياسي چارو ځينې کارپوهان افغانستان ته د پاکستاني پلاوي راتګ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ښه والي لپاره مهم ګڼي.

نور یی ولوله | دفاع وزارت څه باندې ۶۰ چورلکې او الوتکې بېرته رغولې دي

نور یی ولوله | د تجارت وزارت: له چین غواړو د ورېښمو لار د پرانیستو بهیر چټک کړي

د سياسي چارو کارپوه

د سياسي چارو کارپوه جنت فهیم چکري څرګندوي:«هر څومره چې له ګاونډیو هېوادونو سره د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ اړیکې ولرو، په هماغه اندازه د افغانستان مسایل د ګاونډیو او سیمې په کچه په تدبیر او فکر سره حل کولای شوو د ملي پرمختګ بهير مشر امید صافی هم وايي:«دغه میکانيزمونه، چې دواړو هېوادونو پرې توافق کړی دی، که واقعاً پاکستان په اخلاص سره ودرېږي ان شاءالله اميد لرم، چې ښه راتلونکی به ولري؛ خو پاکستان، افغانستان ته صادق نه دی

ورته مهال ارګ په يوه اعلاميه کې ویلي چې د رياست الوزراء اداري مرستيال له پاکستاني پلاوي سره په کتنه کې د دغه هېواد پانګوال وهڅول چې د کانونو، انرژۍ او کرنې په برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي. په بهرنيو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره، حنا رباني کهر.

د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی محمد صادق خان، د پاکستان د مالیې وزارت استازی او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلي دي. دغه پاکستانی پلاوی د سې شنبې ورځې ناوخته بېرته اسلام اباد ته ولاړ. د اسلامي امارت تر بيا واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د پاکستان لوړ پوړی پلاوی د يوې مېرمنۍ په مشرۍ کابل ته سفر کوي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button