افغانستان

د کابل هوايي ډګر مدیریت عربي اماراتو ته وسپارل شو

د کابل هوايي ډګر مدیریت عربي اماراتو ته وسپارل شو. بهرني ډیپلوماتان د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه د متحده عربي اماراتو د چارواکو او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو خبر ورکړی وو.د رویټرز په وینا، څلورو باخبرو سرچینو ویلي چې متحده عربي اماراتو له طالبانو سره د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه مشوره کړې وه.

دافغانستان د څلورو هوايي ډګرونو د تنظیم او کنټرول د قرارداد» د لاس لیک مراسمو کې د طالبانو د رئیس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون لوړپوړو طالب چارواکو ګډون کړی و.دغه قرارداد نن سې شنبه په کابل کې لاسلیک شو. د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر په دغه مراسمو کې وویل چې د طالبانو حکومت له ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

نور یی ولوله | نمیبیا له زمبابوې سره لوبلړۍ برابره کړه

.ښاغلي برادر د یاد هوايي ډګرونو د مدیریت د قرارداد لاسلیک مهم وباله او ویې ویل چې دغه توافقنامه نړیوالو هوايي شرکتونو ته اجازه ورکوي چې افغانستان په خوندي توګه خپل پروازونه پيل کړي. هغه همدارنګه وویل چې د طالبانو حکومت د هیواد د اقتصادي ودې په برخه کې پوره هڅه کوي او همدارنګه د هغو بهرنیو شرکتو د امنیت نیولو په خبره کې چې غواړي په دغه هیواد پانګونه وکړي جدي هڅې کوي.

ویل کیږي چې دوبۍ ته د ملا برادر د سفر پر مهال د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه هوکړه شوې وه.طالبان ظاهراً له قطر او ترکیې سره د کابل د هوايي ډګر د کنټرول او مدیریت په اړه هوکړې ته نه دي رسېدلي. په فارس خلیج کې میشتو بهرنیو دیپلوماتانو هم ویلي چې د متحده عربي اماراتو چارواکو په وروستیو اوونیو کې له طالبانو سره د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه خبرې ور کړې وو

دا هم ولولئ:  د افغانستان د حج 2023 پیکج

له بلې خوا، دوو سرچینو تایید کړې چې طالبان له متحده عربي اماراتو مالي مرستې غواړي، خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې ایا دا خبرې د هوايي حریم له خبرو سره تړاو لري.عربی اماراتو په دې وروستیو کې د افغانستان نوي رزیم سره ډېر کومکونه کړي دي.دعربي اماراتو د هوايي ميدانونو یو شرکت ګاک د جمهوریت ړنګېدو وروسته د کابل هوايي ميدان بیا رغونې کې هم مرستې کړي دي دوي افغانستان سره د نورو امورو تر څنګ په ټنونو سامانونه مرستې هم کړي دي.

باید یاده کړو چې د دې نه وړاندې هم افغانستان سره عرب اماراتو کومک کړي لکه د پاکستان په چمن سیمه کې د مهاجرو د یوه کمپ په جوړول ېې یو مثال دی.چې له 10،000 څخه ډیر کډوال پکې میشت وو او دې ته یې ټول اړین توکي او عصري روغتون چمتو کړل. د 200 کورنیو لپاره د شیخ زاید هستوګنې پروژه چې اړین اسانتیاوې لري لکه جومات ، دوه ښوونځي او یو طبي مرکز وو او داسې نور. .

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button