نړیوال خبرونه

د کابل پوهنتون ۲۵۰ بستونه تنقیص شوې دي

د پوهنتون د استادانو او کارکوونکو شاوخوا ۲۵۰ پوستونه کم شوي دي

د کابل پوهنتون يو پخوانی چارواکی وايي چي د دغه پوهنتون د استادانو او کارکوونکو شاوخوا ۲۵۰ بستونه تنقيص شوي دي. خو د کابل پوهنتون رياست د څانګي د لغوه کولو خبره نه مني. د کابل پوهنتون یوه پخواني مسؤل دویچه ویله ته تائید کړه، چې د استادانو او کارکوونکو ۲۵۰ بستونه د پوهنتون ریاست په همغږۍ د لوړو زده کړو وزارت له لورې تنقیص شوې دي

د لوړو زده کړو وزارت د ښکلو هنرونو د پوهنځي د لغوه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

د کابل پوهنتون دغه پخوانی چارواکی وایي، چې د لوړو زده کړو وزارت له لورې د ښکلو هنرو پوهنځي د لغوه کولو له پاره هڅې دوام لري: «د لوړو زده کړو وزارت تر اوسه د موسیقۍ او مجسمه جوړونې څانګې لغوه کړې دي او هڅه کوي، چې د ښکلو هنرونو پوهنځی لرې کړي او پر ځای یې د ټولنیزو علومو پوهنځي په چوکاټ کې د اسلامي هنرونو یوه څانګه رامنځته کړي.»

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په دولتي پوهنتونو کې د استادانو او محصلینو پر وړاندې ډېر محدودیتونه رامنځته شوي، له لباس نیولي د هلکانو او نجونو ترمنځ د جلا جلا ټولګیو پورې. د کابل پوهنتون یوه استاد دویچه ویله ته تائید کړه، چې تېره ورځ یې د تنقیصۍ مکتوب راغلی او ورته ویل شوې دي، که علاقمندي لري کولی شي د کابل پوهنتون په نورو دیپارتمنتونو کې د استادۍ غوښتنه وړاندې کړي. نوموړی چې د طالبانو له ویرې نه غواړي نوم یې په رپوټ کې یاد شي وویل: «دوې ورځې مخکې مکتوب راغلی، چې ستاسې بست تنقیص شو، او اوس د ښکلو هنرونو له اتو دیپارتمنتونو څخه ۳ دیپارتمنته تیاتر، سینما او ګرافیک فعال دي.

نور یی ولوله | د فراه ولایت د پوهنې ریاست مسوولان وایي، دوی د ښوونکو د کموالي له ستونزې سره مخ دي

نور یی ولوله | د افغانستان په تړاو د تاشکند غونډه به له یوه ورځني ځنډ سره جوړه شي

د پوهنتون دغه استاد وایي، د ښکلو هنرونو د پوهنځي د استادانو لس بستونه تنقیص شوې دي او له اتو دیپارتمنتونو درې یې فعال دي. د طالبانو له لورې د افغانستان په پوهنتونونو کې کې محدودیتونو له امله یو شمېر استادانو او محصلینو کار او زده کړې پرېښي او بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوې دي. خو یو شمېر يې بې برخلیکه دي.

یو شمېر استادان وایي، چې طالبانو استادان او محصلین له رسنیو سره له مرکو منع کړې دي او هغوی ته ګواښ کړی دی، چې هیڅوګ له رسنیو سره د خبرو حق نه لري. د کابل پوهنتون یو بل استاد، چې د طالبانو له ویرې نه غواړي په رپوټ کې یې نوم یاد شي دویچه ویله ته تائید کړه، چې د ۲۶۱ استادانو او کارکوونکو بستونه تنقیص شوې دي. هغه وویل: «د تنخواګانو نه اجره او د پیسو نه شتون، د ۲۶۱ استادانو او کارکوونکو چې په ۵، ۶ او ۷ بستونو کې یې کار کاوه بستونه يې تنقیص شوې دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button