د کرکټ نړیوال جام لپاره پاکستان اعلان شوي لوبډله کې د نسیم شاه پر ځای حسن علي اخیستی
د کرکټ نړیوال جام لپاره پاکستان خپله لوبډله اعلان کړه خو د نسیم شاه پر ځای حسن علي اخیستل شوی دی
د پاکستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام لپاره د بابر اعظم په مشرۍ ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې درې احتیاطي لوبغاړي به هم ورسره وي.
پاکستانۍ لوبډله په اسیا جام سیالیو کې د لوبغاړو د ټپي کېدو او نه تکړښت له ستونزو سره مخ وه چې له امله یې د لوبډلې اعلان ځنډول شوی و.
نور ولولئ: هند د کرکټ اسیام جام اتلولي وګټله
په غوره شوې لوبډله کې پښتون لوبغاړي نسیم شاه ته د اوږې د ټپ له امله لوبډله کې ځای نه دی ورکول شوی، خو بل تېز توپ اچونکی حارث روف چې مخکې ټپي شوی و، بېرته لوبډلې ته ورستون شوی دی.
په نوم لړ کې د ځینې لوبغاړو نومونه نشته
د دې تر څنګ په لوبډله کې د یو شمېر هغو لوبغاړو نومونه نه دي اخیستل شوي چې په اړه یې په ټولنیزو رسنیو کې خبرې کېږي، لکه پخوانی وېکټ ساتونکی او لوبډلمشر سرفراز احمد، سپېن الراونډر عماد وسیم او تېز توپ اچونکی محمد عامر.
د پاکستان د غوراوي کمېټې مشر انضمام الحق نن(جمعه) په یوې خبرې غونډې کې نړیوال جام ته د پاکستان لوبډله اعلان کړه.
نور ولولئ: د کرکټ اسیايي جام؛ پاکستان له نیپال لومړنۍ لوبه وګټله
د نړیوال جام لپاره د پاکستان په لوبډله کې بابر اعظم (لوبډلمشر)، امام الحق، عبدالله شفیق، فخر زمان، محمد رضوان (ویکټ ساتونکی)، سلمان علي اغا، افتخار احمد او سعود شکیل شامل دي.
شاهین افریدي، شاداب خان (د لوبډلمشر مرستیال)، حارث روف، حسن علي، محمد نواز، محمد وسیم جونییر او اساما میر به د توپ اچونې مسولیت په غاړه ولري.
نسیم شاه په اوږه کې ټپ لري او ناروغ ښودل شوی
نسیم شاه چې په دی وروستیو کې یې د پاکستان کرېکټ لوبډلې په بریاوو کې خپله مهمه ونډه لرله، د اوږې ټپ له امله په لوبډله کې ځای نه دی موندلی.
هغه نړیوال جام ته د پاکستان لوبډلې تر اعلان وروسته پر خپله اېکس (مخکېني ټوټېر) لیکلي، “خپه یم چې د لوبډلې برخه نه یم. په داسې حال کې چې زه نهیلی یم، خو باور لرم چې ژر به د لوبو ډګر ته راستون شم.”
د لوبډلې اعلانولو پر مهال د غوراوي کمېټې مشر انضمام الحق وویل “موږ یوازې یو بدلون لرو چې له بده مرغه د نسیم شاه له ټپي کېدو سره تړاو لري.”
ښاغلي انضمام الحق زیاته کړې “موږ د اسیا جام سیالیو پر مهال د ځینو لوبغاړو د ټپونو له ستونزې سره مخ شو، خو ښه خبر دا دی چې ټول لوبغاړي په بشپړ ډول روغ دي او هوډ لري چې د نړیوال جام په څېر په خورا مهمې سیالۍ کې ښه لوبه وکړي.”