سات تيري

د کندهار طالب چارواکي: د سپین بولدک له لارې ۸۰زره کډوال له پاکستانه راستانه شوي

د تورخم تر څنګ د سپین بولدک له لارې هم هره ورځ زرګونه کډوال افغانستان ته ستنېږي او راځي

سره له دې چې د افغان سوداګرو، ټولنو او طالبانو له لوري د کډوالو د پالنې لپاره تیاری نیول شوی، خو لا هم زیات کډوال کافي خوراک او څښاک ته لاس‌رسی نه لري او نه شي کولی خپلې ټولې اړتیاوې پوره کړي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زور د اېستلو په لړ کې تر دې مهاله د کندهار د سپین‌بولدک له لاري دغه ولایت ته ۸۰ زره افغانان بېرته راستانه شوې دي.

نور ولولئ: د افغان کډوالو د ایستو په اړه د اسلام اباد پر وړاندې غبرګونونه

نور ولولئ: له پاکستانه ۱۶۵ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د بیا ځای پرځای کولو امر نعمت‌الله الفت وویل چې راستنې شوې هرې کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرستې هم شوې دي.

۳۰زره کسانو ته په یوه وخت خدمات

د نوموړي په وینا، راستنېدونکو کډوالو ته یې لنډمهاله کمپونه جوړ کړي چې په یوه وخت د ۳۰زره کسانو لپاره په‌کې د خوړو، اوبو او روغتیايي خدمتونو اسانتیاوې هم په‌کې برابرې شوې دي.

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د بیا ځای پرځای کولو امر نعمت‌الله الفت زیاته کړه چې راستنې شوې ګڼ‌شمېر کورنۍ یې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته په دولتي موټرو کې لېږدولې دي.

هغه ټينګار وکړ چې ځینې بې‌سرپرسته ماشومان روزنتونونو ته ورپېژندل شوي او په وینا یې، ښه روزنه او پالنه یې روانه ده.

د روانې نومبر میاشتې په دویمه له پاکستان څخه په زور د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل شوې چې تر دا مهاله زرګونه کسان افغانستان ته ستانه کړل شوې دي.

د راستنېدونکو کډوالو جوپې

تورخم، سپین‌بولدک او پر ډیورنډ کرښه پر ځینو نورو لارو هره ورځ زرګونه کسان هېواد ته راستانه کېږي چې د راپورونو له مخې، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د خپرو شویو راپورونو له مخې، سرپرست حکومت او اړوند مرستندویه بنسټونه راستنېدونکو افغانانو ته په جوړو شویو کمپونو کې لومړني اړین خدمات وړاندې کوي او تر لنډمهالې اوسېدونې وروسته یې خپلو مېنو ته لېږدوي.

په ځینو ولایتونو کې د هغو راستانه شویو افغانانو لپاره چې سرپناه نه‌لري، د ښارګوټو د جوړېدو هڅې هم شوې دي.

خو پر دې سربېره لا هم ډېری کډوال د خوړو، اوبو، روغتیايي او سرپناه له ستونزو سره مخامخ دي، خو طالبان وايي چې موږ ورسره همکاري کوو. دارنګه د نړیوالو مرستندویه بنسټونو لخوا هم د مرستو ژمنې شوي خو په کافي اندازه لا شوي نه دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button