ژوند

د کومو هېوادونو وګړي خپل ژوند ته ډېره هيله لري؟

راتلونکي ژوند ته هيله درلودل او هغه ته خواري کول د ژوند له اصولو يو اصل دی

د همدغه اصل لرل يو شمېر ځانګړي شرايط او امکانات غواړي. د پرمختللو هېوادونو د وګړو راتلونکې هيلې د وروسته پاتې هيوادونو تر وګړو ډېرې ښې او لوړې وي. موږ نن هغه هېوادونه درپيژنو چې پکې راتلونکي ژوند ته هېلې ډېرې او لوړې دي

۱- هانګ کانګ:

په هانګ کانګ هېواد کې راتلونکي ژوند ته هېلې ډېرې لوړې دي او د نړۍ په کچه لومړی ځای لري. په هانګ کانګ هېواد کې راتلونکي ژوند تمه او د ښو هيلو درلودلو کچه ۸۵٫۲۹ سلنه ده چې راتلونکي د تمې لرلو هېوادونو په دغه لېست کې اول ځای لري. هانګ کانګ هېواد د اوسنۍ نړۍ له پرمختللو هېوادونو بلل کيږي او ډېر شمېر سيلانيان لري.

۲- جاپان:

د جاپان په هېواد کې تر ډېره يو نژاد اوسيږي او ښه ژوند لري. د جاپان هېواد وګړي په ډېره خوارۍ او زحمت کې مشهور دي. په نوموړي هېواد کې راتلونکي ته د تمې کچه ۸۵٫۰۳ سلنه ده چې په ټوله نړۍ کې له هانګ کانګ هېواد وروسته دويم ځای لري.

نور ولولئ: د نړۍ د کومو هېوادونو د نفوس د زياتېدو کلنۍ کچه لوړه ده؟

۳- سويډن:

سويډن هېواد د اوروپايي هېوادونه له پرمختللو هېوادونه دی چې ډېر وګړي يې بهرني مهاجرين دي. په سويډن هېواد کې راتلونکي ته د تمې لرلو کچه ۸۴٫۶۸ سلنه ده.

۴- سويزرلنډ:

په لوديځ کې سويزرلنډ هېواد ډېر پرمختللی دی. په نړۍ کې تر ټولو ډېر مياشتنی معاش له ماليې وروسته سويزرلنډ هېواد خپلو وګړو ته ورکوي. اوس وخت راتلونکې ته تمه لرونکو هېوادونو په لېست کې هم ځلورم لري چې کچه يې ۸۴٫۲۵ سلنه ده.

نور ولولئ: د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د تنخواګانو کچه

۵- سينګاپور:

د جنوبي آسيا له پرمختللو هېوادونو څخه يو سينګاپور دی چې د آسيا پړانګ لقب هم لري او ډېر شمېر سيلانيان لري. راتلونکي ته د ښې هيلې لرلو په ډلبندۍ کې هم په پنځم ځای کې دی چې اندازه يې ۸۴٫۰۷ سلنه اټکل شوې ده.

۶- ايټاليا:

ايټاليا هېواد هم د نړۍ له پرمختللو هېوادونو څخه دی چې راتلونکې د تمې لرونکو هېوادونو په قطار کې يې شپږم ځای نيولی دی. راتلونکي ته د ښو هيلو لرلو کچه يې ۸۴٫۰۱ سلنه ده.

نور ولولئ: هغه لس هېوادونه چې په ۲۰۲۳ ميلادي کال کې يې ډېر ميلياردران درلودل

۷- اسپانيا:

اسپانيا هېواد د نړۍ له تاريخي او پرمختللو هېوادونه دی چې وګړي يې ښه ژوند لري. راتلونکي ته د تمې لرلو په لېست کې يې اووم ځای خپل کړی او کچه يې ۸۳٫۹۹ سلنه ياديږي.

۸- آسټراليا:

په آسټراليا هېواد کې راتلونکي ته د وګړو د ښې تمې لرلو کچه ۸۳٫۹۴ سلنه ده چې په ډېر کم تفاوت له آسپانيا وروسته په دغه ډلبندۍ کې اتم ځای لري.

۹- آيسلنډ:

په آيسلنډ هېواد کې راتلونکي ته د ښو هيلو لرلو کچه ۸۳٫۵۲ سلنه ده.

۱۰- جنوبي کوريا:

په جنوبي کوريا هېواد کې بيا راتلونکي ته د ښو تمو لرلو کچه ۸۳٫۵۰ سلنه‌ ده چې د دغه لېست په پای کې ځای لري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button