د کډوالو لپاره د ناروې پلاوی: افغانستان کې ۵۰ سلنه افغانان فقر کې ژوند کوي
![kabul (2)](https://afghannow.net/wp-content/uploads/2024/03/Kabul-2-780x470.jpg)
دغه پلاوی زیاتوي، دمګړۍ په افغانستان کې ۵۰سلنه خلک په فقر کې ژوند کوي او بېروزګاري زیاته ده
افغانستان کې کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي دفتر وايي، دمګړۍ ۵۰ سلنه افغانان په بې وزلۍ او فقر کې ژوند کوي.
یاد بنسټ د نړۍوال بانک له قوله ویلي، د افغانستان نږدې نیمایي نفوس د لومړنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره پوره سرچینو ته لاسرسی نه لري.
د دغه بنسټ مسوولین یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې، له افغانانو په ځانګړې توګه له ښځو او ماشومانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د اوږد مهاله مرستو لپاره پلان
افغانستان کې کډوالو لپاره ناروې د پلاوي دفتر حقوقي مسوولې، بیکي روبي وویل: « له افغان ولس سره له بېړنیو بشري مرستو سربېره موږ د اوږد مهاله مرستو لپاره پلان جوړوو چې له مخې یې خلک کولی شي د خپلو ستونزو لپاره دایمي حل لارې ومومي.»
له دې سره سم، د خوړ نړۍوال پروګرام هم په یوه راپور کې ويلي چې، د روان کال په فبرورۍ میاشت کې یې په افغاستان کې له څه باندې ۷ میلیونه کسانو سره یې د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته کړې ده.
نور ولولئ: افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زدهکړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي
نور ولولئ: کابل کې د مېرمنو مجبوریت او بېوزلي
د سیاسي چارو شنونکي، میر شکیب میر وویل: « په اوسنیو حالاتو کې هېواد کې د بې کارۍ او فقر کچه لوړه ده، په دغه ډول حالاتو کې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري د افغانانو ته د مرستو رسول په رڼه توګه یې بې وزلو کورنیو ته وېش یو مهم امر دی.»
![kabul](https://afghannow.net/wp-content/uploads/2024/03/Kabul-300x170.jpg)
د سیاسي چارو یو بل شنونکي، سید مسعود هم وویل: « دغه مرستې سره له دې چې ډېرې نیمګړتیاوې لري کولای شي د خلکو یو اندازه ستونزې حل او د بې وزلۍ کچه ټیټه کړي.»
مرستندویه بنسټونو مرستو ته اړتیا
اقتصاد وزارت بیا په اوسنیو شرایطو کې د مرستندویانو د فعالیتونو دوام د افغانستان لپاره مهم ګڼي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبدالطیف نظري وویل: « مرستندویه بنسټونه د خپلو مرستو په دوام سره کولای شي له بشري او پراختیایي اړخه د افغانستان له اقتصادي وضعیت سره مرسته وکړي او زموږ غوښتنه همدا ده چې ټول نړۍوال مرستندویه بنسټونه خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»
د خوړو د نړۍوال پروګرام له لوري د خپرو شویو شمېرو لمخې، دمګړۍ په افغانستان کې نږدې ۱۶ میلیونه کسان د خوړو له نا امنۍ سره مخ دي.
د یادونې وړ ده چې د هرې ورځې په تېرېدو په افغانستان کې د فقر او بې وزلۍ لمن پراخېږي.