هنر او ادب

د (کیرالا کیسه) اداکاره اننیا پانډیا پر زړه سورۍ کوي

د کیرالا کیسه اداکاره اننیا پانډیا پر زړه سورۍ کوي او ددې اصلي پېښه او کیسه داسې ده

د کیرالا کیسه سریال اداکارې په سوشل میډیا کې دغه راز راڅرګند کړی چې ولې یې دا کیسه زړه پرې کوي چې د هغې دې خبرې د سوشل میډیا کاروونکي هم حیران کړي او په تعجب کې یې اچولي دي.

د اننیا پنډیا شرما شهرت ولې زیات شو؟

د کیرلا د داستان له کبله اداکاره شرما د خلکو د پام وړ وګرځېده. که څه هم هغې د کمانډو داستان، حسی تو بازي او نورو فلمونو کې رول لوبولی، خو هغه د کیرلا د کیسې له امله خورا مشهوره شوه او د خلکو او رسنیو پام یې ځان ته راوګرځاوه.

نور ولولئ: ۳۴ کلنه اداکاره “پرینتي چوپړا” مجرده ده

شرما په دې فلم یا سریال کې د شالینې او ننیکریشنان رول لوبولی چې مسلمان شوی او بیا د یوه استخباراتي سازمان لخوا ګمارل شوی. هغو کسانو چې دا فلم یې کتلی، ډېر ژر یې پام شرما ته ور واوښوت او د ډېرو ورسره یو ډول خواخوږي پیدا شوه.

دا په داسې حال کې وه چې دغه سریال په ځینو ایالتونو کې ممنوع اعلان شو او حکومت ورباندې بندیز ولګاوه.

ددې کیسې پټ راز څه دی؟

کیرالا کیسه داسې مشهوره شوه چې د هر چا په زړه او خوله وه. یوه ورځ ماښام وخت شرما یوه هوټل ته د ډوډۍ خوړلو لپاره لاړه چې په دروازه کې یوه ځوان هغې ته په ژړا کې په داسې انداز چې بل څوک یې وانه وري، وویل چې زه درباندې مئین یم، خو لیونی مئین. شرما چې ځوان ته وکتل نو زړه یې درزا پیدا کړه او پوه شوه چې نور یې ژوند د مینې په دام کې دی او بې له مینې ژوند نه شي کولی. د هغې په زړه کې یو ډول درد پیدا شو او همېشه به یې غوښتل چې دغه ځوان یو ځل وویني چې وروسته یې بیا لیدلی هم شو خو د ژوند ملګری یې نه شو، ځکه ځینې ستونزې وې چې د دوی تر منځ یې جدایي رامنځته کوله.

نور ولولئ: د پرینکا چوپړا د کم سارې ښکلا راز

شرما وايي، ما د کیرلا د کیسې له امله د یوچا زړه سوری کړ، هغه زما پر زړه پنجې ښځې کړې او اوس چې هر څل دا داستان وینم نو پر زړګي مې ګزارونه کوي او سوری کوي یې.

دا ډول پېښې د هنر په نړۍ کې بیخي ډېرې کېږي او خلک ورباندې داستاني کیسې کوي لکه پر ننیا پانډیا شرما باندې چې کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button