نړیوال خبرونه

د یوناما مشره د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې غندي

یوناما وايي، د ښځو پر ضد د طالبانو تګلارې د نړۍ لپاره هېڅ د منلو نه دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې د دغه سازمان امنیت شورا ته په یوه رپوټ کې وویل، افغانستان کې د واکمنو چارواکو هغه تګلارې چې د ښځو د څنډې ته کولو او له پامه غورځولو لامل کېږي “نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ نه دي”.

نور ولولئ: یوناما وايي، ۱۵ زره کسان د طالبانو په زندانونو کې پراته دي

روزا اوتنبایوا پخپل وړاندې کړي رپوټ کې وویل، “کله چې د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي کوفي عنان ته د ۲۰۰۱ کال ډسمبر کې د سولې نوبل جایزه ورکړل شوه، هغه خپله وینا په دې خبره پیل کړه چې، نن به په افغانستان کې یوه نجلۍ وزیږي، “هغه اوس څوک ده؟ هغه د پوهنتون محصله ده له دې کبله تبعید ته اړایستل شوې چې خپل تعلیم ته یې دوام ورکړی و. ”

د نجونو پر وضعیت بحث

اغلې اوتنبایوا پوښتلي چې په ۲۰۰۱ کې زیږېدلي افغانه نجلۍ اوس د افغانستان په سوېل لوېدیځ کې هغه نجلۍ ده چې وروستیو کې د یوناما ټیم ورسره کتلي، د کونډې دا لور چې د جګړې له کبله هېڅ ښوونځي ته نه ده تللې او هره ورځ یې اندېښنه د کورنۍ لپاره د کافي اوبو موندل دي.

هغې وویل چې په افغانستان کې دغه ډول لنډې بېلګې د ننني افغانستان پېچلتیاوې او کړاو په ګوته کوي چې هېڅوک ورته اسانه ځواب نه لري.

اغلې اوتنبایوا په افغانستان کې بېوزلۍ او وچکالۍ ته په اشاره وویل، له دریو کلونو راهیسې دغه هېواد له وچکالۍ سره مخامخ دی چې په وینا یې اتیا سلنه وګړي یې پر کرنه تکیه کوي، خو د اقلیم بدلون او د اوبو کمښت د خلکو ژوند لا پسې ګران کړی دی.

دې وویل په افغانستان کې ځینې داسې سیمې شته چې وګړي یې یوازې د اوبو موجودیت لومړیتوب ګڼي.

د طالبانو تاوتریخوالی

دې پخپله رپوټ کې وویل، چې د یوناما یو رپوټ په افغانستان کې د واکمنو چارواکو له لوري تاوتریخوالي ته ځانګړی شوی و او د بښنې نړیوال سازمان په ډاګه کړې وه چې د مخکني حکومت چارواکي او د پوځي ځواکونو له غړو سره ناوړه چلن یې مستند کړی چې په وینا یې په ګنو پېښو کې له بشري حقونو سرغړونې شوې دي.

نور ولولئ: امنیت شورا د یوناما ماموریت غځولی

نوموړې زياته کړه، “په بشري حقونو کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ هڅې پر دې ورټولې دي چې واکمن چارواکي د یوه ټولشموله او چټک ځواب ویونکي نظام جوړولو ته وهڅوي او د انسانانو حقونو او معیارونو ته درناوی ولري.”

افغانستان ته د اسلامي نړۍ د ځینو عالمانو او اسلامي همکارۍ د غړو د سفر په اړه اغلې اوتنبایوا وویل، دوی د داسې سفرونو هرکلی کوي، “دغو عالمانو هم د نجونو پر تعلیم، د ښځو پر کار او یوه ټولشموله حکومتوالۍ ټینګار درلود، چې په وینا یې دا چارې په ګرده نړۍ کې د اسلامي حکومتوالۍ یوه نه بېلېدونکې برخه ده”.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د ښځو پر وړاندې اوسنۍ تګلارې نه دي تغیر کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button