ژوند او ټولنه

د ۲۰۲۴ کال په رارسېدو افغانستان کې د لوږې بحران

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو مشر وايي، له هرو دریو افغانانو یو یې نه پوهېږي د بل څاښت خواړه به له کومه کوي

په افغانستان کې اروپايي ټولنې د بشري مرستو د برخې مشر فرانسوا ګومنس وايي، له هرو دریو افغانانو یو یې نه پوهېږي چې بل څاښت خواړه به له کومه کوي په تېره بیا دا چې سخت ژمي، لړزان اقتصاد، طبیعي ناورینونو او تازه ورستنو شوو دا اندېښنې لا پسې ډېرې کړې.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان مشر هم ویلي چې افغانستان کې له ژمي وړاندې اړتیاوې ډېرې دي او د خوارځواکۍ په لوړه کچه کې لوږه هم له هرو دریو یو کس اغېژمنوي. سایو وي لي د اروپايي ټولنې دا شپږ ویشت اعشاریه شپږ مېلیونه بسپنه د سختو اغیزمنو شوو کورنیو د لاسنیوي لپاره اړينه بللې.

شاوخوا اته میلیونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي

له دې سره جوخت ناروې هم ویلي چې په افغانستان کې يې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته څه کم څلور او د خوړو نړیوال سازمان ته څه کم درې مېلیونه ډالره مرسته ور ډېره کړې. له دې سره په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره د دغه هېواد مرسته ۳۰ مېلیونو ډالرو ته ورسېده.

نور ولولئ: WFP له اکتوبر وروسته په افغانستان کې د مرستو لپاره مالي سرچینې نه لري

نور ولولئ: افغانستان کې د لوږې د زیاتوالي په هکله د خوړو نړۍوال پروګرام راپور

ناروې په تېره بیا له پاکستانه د لوړ شمېر افغانانو د ستنېدو لړۍ اندېښمنوونکې بللې او دغه بیا ستنېدونکي، په تېره کورنۍ او ماشومان يې ډېر زیانمنېدونکي بللي. د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اېسپن بارت آیډې ویلي چې افغانستان ته د بیاستنېدونکي د سرپناه، اوبو، خوړو، روغتيا او خونديتوب په ګډون حیاتي مرستو ته اړ دي.

په افغانستان کې د وچکالۍ او طبيعي او بشري ناورینونو پر اغېزونو سربېره په لوړ شمېر له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا پاکستانه د بیاستنېدونکو حالت په پراخه کچه اندېښنې ډېرې کړې.

طالبانو هم ددې بحران د کنترول لپاره مرسته غوښتي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم پر اېکس پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د کډوالۍ د نړیوالې ادارې له مشرې سره اېمي پاپ سره په کتنه کې د افغان کډوالو له حالت سره د مرستې لپاره د مرستندویانو د مرستو ډېرېدو غوښتنه کړې.

د وزارت د اعلامیې له مخې دوی دواړو له افغان کډوالو د موضوع پر سیاسي کولو خواشيني ښودلې ده.دا ټول داسې مهال دي چې نن د ډسمبر شلمه د بشري پیوستون یا خواخوږۍ نړیواله ورځ هم ده.

افغانستان کې بې روزګاري ورځ تر بلې پورې په ډېرېدو ده او خلک له بې کارۍ سر ټکوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button