کورني خبرونه

ذبیح الله مجاهد: ملګرو ملتونو د افغانستان په جګړو کې هېڅ نه دي کړي

دغه طالب ویاند وايي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو هره وړاندې کړي نسخه ناکامه وه

څو ساعته وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړې استازي ضمیر کابلوف خبرداری ورکړ چې ډېر ژر به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې غونډه راوبلل شي، خو ورپسې طالب ویاند وویل چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نسخې ناکامې دي.

د ذبیح الله مجاهد دا غبرګون له هغه وروسته دی چې ملګري ملتونه غواړي د افغانستان په هکله په نږدې راتلونکي کې غونډه جوړه کړي.

ذبیح الله مجاهد نن د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون سره په مرکه کې پر ملګرو ملتونو له نیوکو سره بیا هم ویلي، چې دا سازمان د نړیوال نظم لپاره ښه دی.

د ملګرو ملتونو تازه اقدامات

پر ملګرو ملتونو د ذبیح الله مجاهد دا نیوکه په داسې حال ده چې دا سازمان غواړي د افغانستان په هکله یوه غونډه جوړه کړي او هم یې تېره اونۍ د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ګومارلو خبره هم وکړه.

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ذبیح الله مجاهد وايي، د چترال برید افغانستان کې و پلان شوی

نور ولولئ: ذبیح الله مجاهد: د افغان ملي ماڼۍ د جوړولو چارې پیل شوې

نور ولولئ: ذبیح الله مجاهد وايي چې د امارت پر ضد د تبلیغاتو مخنیوي لپاره مولانا فضل الرحمان ته دعوت ورکړی

طالبان د دې استازي مخالف دي او وايي، یوناما چې شته، نو اضافي کس ته اړتیا نشته.

خو ملګري ملتونه غواړي د دې استازي په ټاکلو سره په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زدکړو او کار، همدارنګه د ټولګډونه حکومت د جوړېدو په هکله کار وکړي.

ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه له طالبانو د رسمیت پېژندلو او له دوی سره د تعامل لپاره هم د یادو ستونز حل غواړي.

خو ذبیح الله مجاهد په اوسنۍ مرکه کې وايي، طالبان غواړي د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې له نړۍ سره تعامل وکړي، خو نړیوال دې دوی ته شرطونه نه ږدي.

د طالبانو له لوري د خلکو ځورول او نیول

د طالبانو ویاند د یوناما د هغه وروستي راپور پروړاندې هم غبرګون وښود چې د دغې ډلې له خوا په افغانستان کې خپل سري نیونې کیږي.

نوموړي د یوناما د دې غوښتنې په ځواب کې چې د «خپلسري نیولو» مخه ونیول شي، وویل چې هیڅوک په خپل سر نه دي نیول شوي.

ذبیح الله مجاهد وایي، چې د دې ډلې کړنې “قانوني” دي او د “اسلامي شریع

ت د اصولو” پر بنسټ کېږي.

briefing on the situation of afghanistan
ارشیف: د ملګرو ملتونو د غونډې انځور

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) له طالبانو غوښتي و چې د نجونو د تعلیم د ملاتړو په “خپلسري ډول نیول” بند کړي.

طالبان په داسې یوه موقف کې دي چې په نړیوال سیاست کې تر اوسه رسمیت نه لري او دوی هم نشي کولی د نړیوالو غوښتنو ته ځوابونه ووایي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button