راتلونکې زېږدیزې میاشت کې د کرونا ضد واکسین کمپاین پیلېږي

ځړول شوی:مې 28, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، راتلونکې مېلادي میاشت کې به په افغانستان کې د کرونا ضد واکسین کمپاین پیل شي.  د دې سازمان په وینا د یاد کمپاین پر مهال به په افغانستان کې پنځه مېلیونه کسان د کرونا ضد واکسین څخه برخمن شي . دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناوېروس د نوې څپې په خپرېدو سره د کوویډ نولس ناروغان هم ډېر شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي: «په پام کې لرو چې د روان کال په جون میاشت کې په افغانسان کې د کرونا واکسین پېل کړو. دا واکسین به په څلور دېرشو ولایتونو کې پر هغو پنځه مېلیون تنو وویشل شي چې عمرونه یې له اتلسو کلونو لوړ وی.ورته مهال د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، دا کمپاین به په دولسو ولایتونو کې د روغتیا نړیوال سازمان او په پاتې ۲۲ ولایتونو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په همکارۍ د جون میاتشې په څلورمه پیل او یوه میاشت به دوام وکړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وايي: «د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د کرونا ضد واکسین پیلوي؛ داسې چې له دولس ولایتونو د روغتیا نړیوال سازمان او ۲۲ ولایتونو د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق مالي ملاتړ کوي.»

نور یی ولوله | اسټرالیایي لوبغاړو د سریلانکا د سفر په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي

د افغان- جاپان روغتون ډاکټر میړنی براتزی وايي: «په‌دې ورځو کې د کرونا شمېرې ډېرې شوي؛ لکه څرنګه چې د ټېسټونه ډېر شوي په ورځني ډول سلګونه کسان د تشخیص او درملنې لپاره روغتون ته راځي.» په دې لړ کې د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي په‌دې تړاو بېلابېل نظرونه لري. د کابل یو اوسېدونکي وايي: «که واکسین ټولو ته ورسېږي موږ یې ملاتړ کوو.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی وايي: «موږ له اوسني حکومته غوښتنه کوو چې د کرونا واکسین او د تشخیص کیټونه خلکو ته په برابر ډول وویشي.» تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي وو چې د هېواد په هر ولایت کې د کوویډ نولس ناروغانو د درملنې یو مرکز فعال دی. د دې وزارت په وینا، تر اوسه په ټول هېواد کې څه باندې اته مېلیونه تنه کسانو ته د کرونا واکسین لګول شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.