ټکنالوجيژوند

رواني ناروغۍ او په ځوانانو کې د مغزي سکتې خطر

په ځوانانو کې د رواني ناروغۍ او د مغزي سکتې خطر، ایا په ګرځنده تلیفونونو کې خبرې کول د وینې فشار لوړوي؟

څېړونکي وايي، له ۴۰ کلونو کم عمر لرونکي کسان چې رواني ناروغۍ لري د زړه د حملې او فالج له خطر سره مخ دي.

د «سي ان ان» د مالوماتو له مخې؛ دا څېړنه د کارډیولوژۍ په اروپايي ژورنال کې خپره شوه، تر ۶،۵ ميلیونه زیاتو خلکو روغتیايي مالوماتو ته پکي کتنه شوې ده.

نور ولولئ: اوتېزم (رواني ګډوډي) څه ده او ماشومانو کې یې نښې څه دي؟

په دې څېړنه کې د ګډون کوونکو عمرونه د ۲۰ او ۳۹ کلونو ترمنځ وو. په دغه څېړنه کې شاوخوا ۱۳ سلنه برخه اخیستونکو یو ډول رواني اختلال درلودلو په گډون، لکه بې خوبي، اضطراب، خپګان، بدني اختلال، تر ناځاپي پيښې  وروسته د فشار اختلال، د موادو کارولو اختلال، د خوړو اختلال، دوه قطبي اختلال، اسکيزوفیرني، یا د شخصیت اختلال.

څېړونکي دې نتیجې ته ورسیدل چې د رواني روغتیا اختلالاتو په څېړنه کې برخه اخیستونکي ۵۸ سلنه ډیر احتمال لري

د مایوکارډیال انفکشن تجربه کړي او ۴۲ سلنه ډير د مغزي سکتې له خطر سره مخ ول.

د سیول ملي پوهنتون د طب پوهنځي څېړونکو یادونه وکړه چې له ۲۰ څخه تر ۳۹ کلونو پورې د اتو کسانو څخه یو یې یو ډول رواني اختلال په لرلو سره، خپګان، اضطراب او بې خوبي لري. دوی ټينگار وکړ چې دغه موندنې وړاندیز کوي چې دا کسان باید په منظم ډول خپله رواني روغتیا معاینه کړي او که اړتیا وي، د زړه د حملې او مغزي سکتې د مخنیوي له پاره درمل ترلاسه کړي.

نور ولولئ: خپګان او په ځوانانو کې د زړه د ستونزو د زیاتوالی

دې څېړنې ښودلې ده چې د رواني ناروغیو او فزیکي روغتیا ستونزو ترمنځ اړیکه د بیولوژیکي فاکتورونو، لکه التهاب او هورمونونو نا انډوله توازن له امله ده چې د اوږدمهاله فشار او نورو رواني روغتیا يې شرایطو له کبله رامنځ ته کیدی شي.

ایا پر ګرځنده تلیفون خبرې کول د وینې فشار لوړوي؟

نوې څېړنه وړاندیز کوي چې د ګرځنده تلیفون کارول ممکن د وینې فشار کچې سره تړاو ولري. هرڅومره چې یو څوک په ګرځنده تلیفون کې ډیر وخت تیروي، د وینې لوړ فشار رامنځ ته کیدو خطريې خورا لوړ دی.

نور ولولئ: څنګه ځان خوشاله ساتلی شو؟ هغه عادتونه چې باید په ورځني ژوند کې شامل شي

هرڅومره چې یو څوک په ګرځنده تلیفون کې ډیر وخت په خبرو تیروي، د وینې لوړ فشار احتمال يې ډیریږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button