نړیوال خبرونه

روسیه: د اوکراین د انرژۍ پر بنسټونو مو بریدونه پیل کړل

مسکو وايي، د اوکراین د انرژۍ پر زیربناوو یې سخت بریدونه پیل کړي دي

د اوکرایین چارواکي وايي، روسیې تېره شپه د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه پرې کړي او د هېواد برېښنا زیربناوې یې په نښه شوي.

په ټول هېواد کې د چاودنو رپوټونه ورکړل شوي، په ختیځ کې له خارکیف، لېرې لوېدیځ لوتڅک او په سوېل کې اودېسا څخه لا هم د چاودنو رپوټونه ورکول کېږي.

د انرژۍ سکتور تر برید لاندې راتلل

د اوکرایین د انرژۍ وزیر هېرمن هلوشینکو په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې لیکلي: “د انرژۍ سکتور یو ځل بیا د دښمن تر لوی برید لاندې دی.”

په اوکرایین کې د برېښنا بېړنی کمی لا دمخه موجود و. اوکراییني چارواکو څه موده مخکې خبرداری ورکړی وو، روسیه د ژمي په اوږدو کې د برېښنا پر زېربناوو د همغږو بریدونو د ترسره کولو لپاره کروز او بالستیک توغندي ځای پر ځای کوي.

دا په روانه میاشت کې دویم دا ډول برید دی.

نور ولولئ: ولادیمیر پوټین: اوکراین دې له ۴ سیمو ځواګونه وباسي، روسیه به اوربند وکړي

نور ولولئ: ناټو د “اوکراین پلان” لپاره د ۱۰۰میلیارد ډالرو پر ورکړې بحث کوي

نور ولولئ:  امریکا به اوکراین ته د جرمني په څېر غښتلی هوايي دفاعي سېستم ورکړي

د اوکرایین د بشري حقونو لپاره د پارلمان کمېشنر دیمیترو لوبینیتس وايي، د روسیې دغه اقدامات پوځي معنا نه لري.

په اوکرایین کې د تودوخې درجه ورځ تر بلې ټیټېږي او په دغه هېواد کې لا دمخه د کال لومړۍ واوره شوې ده، خو د اوکرایین د مشهور سخت ژمي بشپړ ځواک لاهم نه دی احساس شوی.

د رپوټونو له مخې په “لوویف” ښار کې تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان له برېښنا بې برخې شوي دي.

afghan 2024 11 28t145740.814
هغه اوکراینیان چې د روسیې د بریدونو له ویرې یې خپل کورونه پرېښي دي.

په اوکراین کې د برېښنا د پرې کېدو ویره

که روسیه د اوکرایین د انرژۍ پر سیسټم د هېواد په کچه دا بریدونه جاري وساتي، لکه څنګه چې په تېر ژمي کې یې کړي، ښايي دا هېواد یو ځل بیا څو میاشتې د برېښنا نه شتون له ننګونو سره مخ شي.

د روسيې دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد هوايي دفاعي سيسټم تېره شپه په څلورو سيمو کې د اوکرايین ۲۵ بې پيلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا، څوارلس بې پیلوټه الوتکې په سوېل د کراسنودار په سیمه کې، شپږ په لوېدیځ براینسک، درې د مسکو سره یوځای شوې کریمیا او دوه په سوېلي روستوف سیمه کې ویجاړې شوې دي.

د کراسنودار سیمه ییز والي وینیمین کوندرتییف تېره شپه په ټیلیګرام کې لیکلي، دوې ولسوالۍ د شپې په اوږدو کې د “ډرون له لوی برید” سره مخ شوي. هغه وويل، يو ملکي وګړى ټپي شوى دى.

د یادونې ده چې زیات شمېر اوکرانیان له خپلو کورونو وتلي او نورو ځایونو ته کوچېدلي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button