نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

روسیه په نړۍ دوهم هېواد شو چې د کرونا مثبت پېښې پکې ډېرې ثبت شوې

کرونا لا هم په نړۍ کې شتون لري. ښايي دغه ناروغي په ټوله نرۍ کې د تل لپاره پاتې شي. او بيخي ورکه نشي په نړۍ کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ د تائيد سوو مثبتو پېښو شمېر تر ۴،۶ میلیونو واوښتئ.ښايي دغه ناروغي پيک ته ورسيږي

نړۍ کې ددې ویروسه څخه د مړو شوو کسانو شمېر تر ۳ لکو واوښتئ او تراوسه ۳۱۳ زره تنه ځني مړه سوي دي. له ویروس څخه د روغ سوو کسانو شمېر بیا تر ۱،۷ میلیونو ډېر شو. متحده ایالات د ویروس لرونکو هیوادونو څخه لومړی هیواد دئ، چي تراوسه یې د مثبتو پېښو شمېر له دوهم هیواد څخه څو برابره لوړ ۱،۵ میلیونه دئ. همداراز دې هیواد تر نورو ټولو هیوادونو ډېر ۹۰ زره مړي ورکړي او پکښي له ویروسه بیا تر ۳۴۰ زرو ډېر کسان روغ سوي هم دي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چي د اقتصاد د بیا راپورته کېدو لپاره به ډېر ژر په امریکا کي کاروبارونه بیرته پیل کړي.

د نړۍ له بل اړخه بیا روسیه د ویروس لرونکو هیوادونو په قطار کي دوهم هیواد ته راپورته سو او هسپانیا یې شاته کړه. په روسیه کي د ویروس مثبتي پېښي په ډېري چټکۍ سره ۲ لکه ۸۲ زرو ته ورسېدې. پدې هیواد کي د عیسوۍ می میاشتي له لومړۍ نېټې څخه له ۱۷۵ زرو څخه ډېري پېښي ثبت سوي، چي ورځنی شمېر یې تر ۱۰ زرو ډېریږي.

ددې نه علاوه یې د ویروس څخه د روغ شوو وګړو شمېر ۶۸ زرو رسیږي او مړي یې له ۲۶۰۰ تنو څخه اوړي. بلخوا بیا برازیل له ایټالیا څخه پنځم ځای ونیوی، چي د ویروس مثبتي پېښي یې ۲۳۳ زرو ته رسیږي، مړي یې ۱۶ زرو ته او روغ سوي یې ۹۰ زرو ته رسیږي.

دریم هسپانیا، بیا برېتانیا، شپږم ایټالیا، ورپسې فرانسه او جرمني هغه اروپايي هیوادونه وه، چي له چین او ایران وروسته یې د ویروس ډېري مثبتي پېښي درلودې، خو پدې وروستیو څو ورځو کي یې مثبتي پېښي کمي سوي او کاروبارونه ته پکښي اجازه ورکول کیږي، چي بیا پرانیستل شي. بلخوا بیا په آسیا کي له روسیې وروسته ترکیه، هند، پاکستان، سعودي عرب، ایران، قطر، بنګله دېش او تازه کویټ هغه هیوادونه دي، چي د ویروس مثبتي ورځنۍ پېښي یې له زرو اوړي او حتی زرګونو ته رسیږي. په چین کي که څه هم کاروبارونه ته د بیا پرانیستلو اجازه ورکول شوې، خو ویروس له پکښي بشپړ ورک نه دئ او اوس مهال هره ورځ تر ۱۰ پوري مثبتي پېښي لري.

کرونا یو جدي ناروغي ده اول په چین هېواد کې راښکاره شوه او بیا ورپسې نورو ملکونو ته خپرېده د چين نه بعد بیا دغه ناروغي د امريکا هېواد کې ډېره خپره شوه همداسې نوره خپرېده او د نړۍ ګډ ګډ ته ورسېده. که څه هم بازې هېوادونو لاک ډاون د ختمولو اعلان کړۍ دۍ.خو بیا هم مونږ ته پکار دي چې احتیات نه کار واخلو افغانستان د بې وزلو هېوادونو څخه دۍ نو مونږ ټولږ هېوادوالو ته ډېر احتیات پکاردۍ.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button