نړیوال خبرونه

روسیه کې بې ساری وسله‌وال برید؛ د کنسرت تالار کې ۴۰ کسان وژل شوي

مسکو ته نږدې د کنسرت یوه تالار ته وسله‌وال ننوتلي، ۴۰ تنه یې وژلي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي

د روسیې د رسنیو د سرچینو له مخې دا په روسیه کې تر ټولو خونړی او بې ساری برید بلل شوی دی، خو لا معلومه نه ده چې مسکو به دغه برید ته څه ډول غبرګون ښيي.

د روسیې د فدرالي امنیت ادارې اعلان کړی، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د مسکو په څنډه کې د کروکوس د کنسرت پر تالار د وسله والو په برید کې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دي.

له دې وړاندې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ګواښ کړی و، چې که غرب اوکراین ته ځواکونو واستوي، نو روسیه به د ځان ژغورنې په خاطر اټومي برید وکړي.

د کنسرت په تالار کې د خلکو د ژغورنې هڅې

د روسیې د وروستي برید په اړه ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا دغه برید یو ترهګریز عمل بللی دی.

د پوتین ویاند دیمیتری پسکوف ویلي، چې پوتین د برید په لومړیو شیبو کې له دغه برید خبر شوی و.

russia (1)
کنسرت هغه تالار چې وسله‌والو په کې برید کړی دی

د روسیې د بیړنیو چارو چارواکو ویلي، چې د کنسرت د تالار له زیرزمینۍ څخه لږ تر لږه ۱۰۰کسان ژغورل شوي دي.

نور ولولئ: د روسیې او اوکراین جګړه؛ مسکو به د وسلو د کمښت له ستونزو سره مخامخ شي

نور ولولئ: اوکراین ادعا کوي چې درې روسۍ جنګي جیټ راپرځولې

نور ولولئ: پر روسیه د اوکراین له لوري د بې پیلوټه الوتکو تازه بریدونه

خو د روسیې د خبري اژانسونو د راپور له مخې، خلک لا هم د ودانۍ په چت کې بند پاتې دي.

د روسیې د رسمي خبري اژانس، تاس، په وینا، د کروکوس ښار په تالار کې د اور لګیدنې د کنټرولول له پاره یوه چورلکه استول شوې ده.

له یاد بریده مسکو کې د امریکا سفارت خبرېدل

په روسیه کې له ترسره شوي برید په مسکو کې د امریکا سفارت مخکې له مخکې خبر درلود.

russia (2)
کنسرت هغه تالار چې وسله‌والو په کې برید کړی دی

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې، په مسکو کې د متحده ایالاتو سفارت په دغه ښار کې د کنسرت د تالار په څیر پر لویو غونډو “افراطي ډلو د بریدونو” په اړه یو امنیتي خبرداری خپور کړی و.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمېدو سره بار، بار تاجکستان او ازبکستان د ترهګرو ډلو له غښتلي کېدو ویره ښوولي وه او ویلې یې وو چې له دغه هېواده دوی ته امنیتي اندېښنې ډېرې شوي دي، خو طالبانو بیا د یادو هېوادونو دغه اندېښنې بې ځایه بللې وې.

د یادونې وړ ده چې په روسیه کې ددغه وروستي برید پړه تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button