لوبې

روهیت شرما د هند تر ټولو بریالی لوبډلمشر شو

کرکټ لوبډلې د سویلي افریقا پر وړاندې د شل اوریزې لوبلړۍ په اوله کې بریا خپله کړه، په دغه لوبه کې هندي توپ اچونکو او توپ وهونکو غوره کارکردګي وکړه، چې ورسره سم روهیت شرما یو په زړه پوری ریکارډ جوړ کړ او د هند تر ټولو بریالی لوبغاړی شو.

روهیت شرما: 

روهیت شرما سږ کال په خپله لوبډلمشرۍ او کور کې په شل اوریزه لوبو کې ۱۶ لوبې ګټلۍ چې په دې سره هغه لومړنی لوبډلمشر شو، چې په یو کال کې دننه په خپل کور کې دننه زیاتې لوبې ګټي. په دې سره هغه د پخواني لوبډلمشر مهیندر سینګ ډهوني ریکارډ مات کړ. د ډهوني په لوبډلمشرۍ کې هند په ۲۰۱۶ کال ۱۵ لوبې ګټلې وې، خو اوس روهیت شرما دغه شمېر ۱۶ کړ او د هند تر ټولو بریالی لوبډلمشر شو.

نور یی ولوله | د شل اوریز نړیوال جام د ټولو لوبډلو د لوبو په اړه بشپړ معلومات

نور یی ولوله | ا.ا چارواکو د سفرونو بندیز معافیت د غځېدو غوښتنه

د هند لوبډلې: 

روهیت شرما د هند لوبډلې یو بریدګر توپ وهونکی دی او د نړۍ غوره اوپنر ګڼل کېږي، کله چې هغه په فارم کې وي د نړۍ هیڅ توپ اچونکی ترې ځان نشي خلاصولی او لوبډلمشري هم لا ځوابه ده.

روهیت شرما د هند لپاره ۱۳۸ شل اوریزه لوبو کې ۳۶۷۷ منډې لري، په ۲۳۳ یوه ورځنیو لوبو کې یې ۹۳۷۶ منډې جوړې کړي او په ټیسټ کرکټ ۳۱۳۷ منډې لري چې په درې واړه فارمیټونو کې د هند باوري توپ وهونکی دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button