رویټرز: امریکا د افغانستان د مخکیني حکومت چورلکې تاجیکستان ته ورکوي

ځړول شوی:جون 22, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

متحده ایالات په پام کې لري چې هغه چورلکې چې تاجکستان ته الوتنې شوې وې، وسپاري

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، متحده ایالات په پام کې لري هغه چورلکې چې د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته تاجیکستان ته لېږدول شوي دوشنبې ته ورکړي. د امریکا د مرکزي قومندانۍ قوماندان وايي، چې دغه پوځي څرخکې به بېرته افغانستان ته ورنه کړل شي. ځکه چې د طالبانو اړوند نه دي.

د تاجکستان له چارواکو سره د لیدنې لپاره تاجکستان ته ولاړ

د رویټرز خبري آژانس رپوټ ورکړی، چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان تاجیکستان ته په خپل سفر کې له تاجیک چارواکو سره په کتنه کې ویلي دي، چې د افغانستان د مخکیني حکومت د سقوط پر مهال تاجیکستان ته لېږدول شوې څرخکې او الوتکې ښایي دوشنبې ته وسپارل شي. 

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مایکل کوریلا څرګندوي:«ښایي امریکا متحده ایالتونه تاجیکستان ته اجازه ورکړي، چې هغه څرخکې چې د افغانستان اردو ته یې ورکړې وې، او د اګست میاشتې له سقوط وروسته دغه هېواد ته لېږدول شوې دي، له ځان سره وساتي. موږ هیله من یوو چې وکړای شو، ټولې چورلکې یا یې یوه برخه د تاجیکستان دولت ته وسپارو، که څه هم وخت یې څرګند نه دی، خو موږ هڅه کوو چې دغه چورلکې وسپارل شي.»

نور یی ولوله| د افغانستان په هکله د اوسلو مجمع غونډه په ناروې کې جوړه شوه

نور یی ولوله| د کابل پوهنتون ځينې پوهنځۍ د استادانو له کموالي سره مخ دي

د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط پرمهال لسګونه پوځي څرخې او الوتکې تاجیکستان او ازبیکستان ته ولېږدول شوې. تاجیکستان او ازبیکستان ته د لېږدول شویو څرخکو شمېر له پنځوسو ډېر بلل شوی دی. د نظامي چارو شنونکی اسد الله ندیم وايي:«د ګرمۍ یوه برخه تېر حکومت ته متوجه دی چې دغه الوتکې یې د مالک په توګه ونه ګڼلې، بلکې د امانتدار په توګه ګڼل شوې دي او د ګرمۍ بله برخه اوسني حکومت ته متوجه ده چې باید تر ټولو مخکې د هغه له څېښتن له هغه کس سره چې سپارښتنه یې کړې ده، یعنې له امریکا سره مذاکره کړې وای.»

تر دې وړاندې اسلامي امارت د تاجیکستان او ازبیکستان له چارواکو سره هېواد ته د پوځي څرخکو د راستنولو په تړاو د خبرو خبر ورکړی و. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«د اسلامي امارت چارواکي د هغو موضوعګانو په هکله چې په هېوادونو پورې اړوندې دي، په اړیکه کې دي او په دې هکله د جزیاتو له بشپړېدو وروسته، معلومات شریکېږي.» له دې ټولو سره سره، د تاجیکستان او ازبیکستان چارواکو هم ویلي دي، چې له افغانستانه دغو هېوادونو ته لېږدول شوې څرخکې به اسلامي امارت ته ونه سپاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *