ځاییکورني خبرونه

ستانکزی: د ګاونډیو هېوادونو بې ځایه نیوکې اړیکې خرابوي

عباس ستانکزی وايي، د ګاونډیو بې ځایه نیوکې نور هم اړیکې ترینګلي کولی شي

د ستانکزي په اند، د ګاونډیو هېوادونو له خوا د نړۍ د قدرتونو د رضایت د خپلولو لپاره پر افغانستان تور لګول منطقي حل لار نه ده.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي نن (چهارشنبې) په یوې غونډه کې ویلي چې د ګاونډیو هېوادونو له لوري بې بنسټه نیوکې، د افغانستان او ګاونډیو ترمنځ اړیکې خرابوي.

نور ولولئ: عباس ستانکزی د ښځو زدکړې واجب بولي

ښاغلي ستانکزي چې د ګرځندوی د نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وینا کوله بیاځلې ټينګار وکړ چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد په ضد ونه کارول شي او هغه ستونزې چې رامنځته شوي باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

پر افغانستان زیاتې نیوکې اسلام اباد کوي

د هغه په اند، د ګاونډیو هېوادونو له خوا د نړۍ د قدرتونو د رضایت د خپلولو لپاره پر افغانستان تور لګول منطقي حل لار نه ده.

شیر محمد عباس ستانکزي وویل:«په هر محفل او په هر کنفرانس کې بې ځایه او بې مورده نیوکې او تورونه د دې لامل کېږي چې خدای مه‌کړه د هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې او خرابې کړي چې دا زموږ او تاسو د یوه لوري په ګټه هم نه‌دي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه چې په دغې ناسته کې حضور درلود څرګنده کړه:«موږ غواړو چې د خلکو ستونزې حل شي. په خپل او په هېڅ بل هېواد کې ستونزې نه‌غواړو. که‌چېرې خپل خلک مو وي یا د ګاونډیو هېوادونو، غواړو چې اسانتیا رامنځته کړو.»

نور ولولئ: د عباس ستانکزی څرګندونو غبرګونونه او جنجالونه پارولی

بلخوا په دغه پروګرام کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین وایي چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته څه باندې ۴۰۰۰ بهرنيو سیلانيانو د افغانستان له بېلابېلو سيمو ليدنه کړې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لاسته راوړنه

مهاجر فراهي له نړۍ غواړي چې د تاریخي او لرغونو اثارو په بیارغونه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي وايي:«د اسلامي امارت له راتګ سره ۴ زره او ۲۰۰ د بېلابېلو هېوادونو بهرني ګرځندویانو د هېواد له بېلابېلو برخو لیدنه کړې ده.»

د یوه سیاحتي شرکت رییس علي اصغر په دې غونډه کې څرګندوي:«هغوی چې ناقانوني کوي باید وپېژندل شي له صحنې یې لېرې کړي چې د شرکتونو د مسوولانو نومونه په تور نوملړ کې رانه‌شي او ټول په تور ونه‌نیول شي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه راز زياتوي چې سيلانيانو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرېدو په موخه د پکتيا د اريوب ځاځي، د کاپيسا د صیاد او دغه راز د نورستان او غور ولايتونو په تفريحي او تاريخي سيمو کې د عصري هوټلونو د جوړېدو چارې روانې دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button