سات تيري

ستانکزی: زده کړې او د ماشومانو روغتیا د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې دي

ښوونه او روزنه او د ماشومانو روغتیا د لومړیتوبونو څخه دي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی د ماشومانو د ژغورنې د نړۍوالو پروګرامونو له رییسې سره په لیدنه کې ویلي دي چې زده کړو ته لاسرسۍ او د ماشومانو روغتیا د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په داسې حال کې دغه ډول څرګندونې کړي چې، تر دې مخکې پوهنې وزارت ویلي و، د نجونو د پاتې ښوونځيو د پرانستنې مساله د سرپرست حکومت د رهبرۍ پرېکړې پورې تړلې ده.د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف آرین وايي: تر هغې چې د افغانستان په ټولنه کې نوې اراده او همدارنګه د مشارکت حق ته باوري، د ښځو حضور ته درناوی، د ښوونې او روزنې اهمیت درک نه شي، دا ډول جوړښتونه نه شي کولای ګټور واوسي.

 

نور یی ولوله | هرات کې د سوداګرو مېرمنو له خوا د دایمي بازار جوړېدل

نور یی ولوله | مولوي عبدالکبیر: امارت د نړۍ له هېوادونو سره نېکې اړیکې غواړي

 

ښوونکې عمر زاده هم څرګندوي: د هېواد د نجونو له راتلوونکي سره باید لوبې ونه شي؛ هیله ده له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزئ.»له دې سره سم، یونېسف ویلي، د روان زیږدیزکال تر پایه به په ټول افغانستان کې د ټولنیزو زده کړو لپاره شاوخوا ۱۵ زره ټولګي جوړ کړي.

 

اوس مهال په افغانستان کې ښځې د کار اجازه نه لري

باید یاده کړو چې ښځې اوسمهال په افغانستان کې د لوړو صنفونو د زدکړو ترڅنګ په دولتي ادارو کې کار ته هم نه پرېښودل کیږي او ورته ویل شوي چې تاسو د نامعلوم وخت پورې کار ته مه رازی که څه هم دوي ته په کور باندې لا هم معاشونه ورکول کیږي خو بیا ځینې ښځينه چارواکي وايي چې دوي ته دې حضوري د کار زمینه برابره شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button