سریلانکا د اسیا جام له کوربه توب څخه بخښنه وغوښته
د سریلانکا کرکټ بورډ د اسیا جام سیالیو له کوربه توب بښنه غوښتې ده
د سریلانکا کرکټ بورډ د اسیا جام له کوربه توب څخه بخښنه غوښتې ده، په دې اړه د سریلانکا کرکټ بورډ د اسیايي کرکټ شورا (اې سي سي) ته رسمي خبر ورکړی دی، چې موږ د اسیا جام کوربه توب نه شو کولای.
اسیا جام به سږ کال ترسره شي
د سریلانکايي رسنیو د راپورونو په وېنا، د سریلانکا کرکټ بورډ تېره ورځ د کرکټ اسیايي شورا له خپلې تازه پرېکړې څخه خبره کړې ده. ځکه چې په سریلانکا کې د سیاسي حالاتو له وجې د اسیا جام ترسره کول ممکن نه دي. په راپورونو کې ویل شوي دي، چې د سریلانکا کرکټ بورډ له خوا په رسمي توګه د اسیا جام د کوربه توب څخه د بخښنې وروسته تراوسه پورې دا پرېکړه نه ده شوې، چې سږکال به اسیا جام په کوم هېواد کې ترسره کېږي.
نور یی ولوله | شپږیزه: سپین غر د ۸ ویکټو په ستر توپیر بریا خپله کړه
نور یی ولوله | محمد نبي او زوي ېې هم په شپږيزه کې لوبیږي
سریلانکايي رسنۍ وايي، چې د اسیا جام لپاره به لومړی د سریلانکا کرکټ بورډ د متحده عربي اماراتو له کرکټ بورډ سره خبرې کوي، ځکه کوربه توب یې د سریلانکا په غاړه دی، نو که هلته ترسره کېږي، هم د کوربه توب چارې به د سریلانکا کرکټ بورډ ترسره کوي. بلخوا دا خبره هم شته دی، چې کېدای شي، سږکال د اسیا جام سیالۍ په هند کې ترسره شي، خو په دې اړه تراوسه پورې وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
د یادولو ده، چې څو ورځې وړاندې هندي رسنیو هم په دې اړه یو خبر خپور کړی و او لیکلي یې و، چې د سیاسي حالاتو له وجې اسیا جام په سریلانکا کې نه ترسره کېږي او د اسیا جام په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېدو پرېکړه شوې ده. د یادونې ده، چې د اسیا جام سیالۍ د اګست په ۲۷مه نېټه پیلېږي، چې د سپتمبر تر ۱۱مې نېټې پورې به دوام وکړي