Uncategorized

سریلانکا د او ډي ای په دویمه لوبه کې هم نیوزیلنډ مات کړ

د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ کې سریلانکا په دویمه لوبه کې هم نیوزیلېنډ ته ماتې ورکړه

د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په دویمه لوبه ‏کې هم نیوزیلېنډ ته د درې وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او د دې لوبو اتلولۍ ته ورسېده.

دا لوبه یک‌شنبه د نوامبر پر ۱۷مه د سریلانکا په کوربه‌توب په «پېلکېل» کرېکټ ‏لوبغالي کې وشوه.‏

د سریلانکا ټاکلی هدف

د لوبې ټاس کوربه سریلانکا وګاټه او لومړی یې توپ‌اچونه وکړه چې نیوزیلېنډ د ‏مارک چمپن ۷۶، ميچل ۴۹ او وېل یانګ ۲۶ منډو پر مټ یې ۲۱۰ منډې هدف ‏وټاکه او خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.‏

په توپ‌اچونه کې د سریلانکایۍ لوبډلې په ګټه مهیش او جېفري درې-درې، اسیتا ‏دوه، دونېت او چرېت یوه-یوه وېکټه واخیسته.‏

د لوبې دویمې پاڼۍ په وروستیو کې باران پیل شو او د «دي‌اېل‌اېس» مېتود له ‏مخې لوبه ۴۷ اورونو ته ټيته شوه چې سریلانکا په ۴۷ اور کې هدف ته ځان ورساوه او لوبه یې وګټله.

نور ولولئ: کرېکټ؛ افغان ملي لوبډلې له بنګله دیش سریز په خپل نوم کړ

نور ولولئ: افغان ملي اتلان او بنګله دیش نن برخلیک ټاکونکي لوبه کوي

نور ولولئ: سريلانکا سره لوبلړۍ ته افغان کرکټ بورډ لوبډله اعلان کړه

د ټاکل شوي هدف په ځواب کې کوربنو د ۷ لوبغاړو په زیان سره د کوزل ‏منډېس ۷۴، پتوم ۲۸، مهیش ۲۷ او کانېت ۲۲ منډو پر مټ ۲۱۰ منډې وکړې او ‏لوبلړۍ اتلولي یې په خپل نوم ثبت کړه.‏

د لوبې غوره لوبغاړی

منډېس په ۱۰۲ توپونو ۷۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړي ‏جایزه یې واخیسته.‏

بل‌خوا، په توپ‌اچونه کې د نیوزیلېنډۍ لوبډلې لپاره بیا میچېل برېسوېل څلور، ‏میچېل سنتېر، ګلېن فلېپس او دنن سمېت یوه-یوه وېکټه واخیسته، خو بایلونکې ‏شوه.‏

دا په 2024 کې د سریلانکا پنځمه یو ورځنۍ لړۍ وه چې په کور کې یې زمبابوې، افغانستان، هند او ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه. سریلانکا په هند کې د تیر کال د پنځوس اوریزو نړیوال جام په نهم مقام کې له پاتې کیدو وروسته د راتلونکي کال چمپینز ټرافي ته کوالیفائی نشو کولی ، مګر له هغه وروسته یې په بنګله دیش کې یوازې یوه د یو ورځنیو لوبو لړۍ له لاسه ورکړه پداسې حال کې چې پنځه یې په کور کې ګټلي.

د سریلانکا کپتان چاریت اسانانکا وویل: “دا واقعیا د توپ وهونکو لپاره سخته ده چې دلته منډې وکړي.” “دا یوازې یوه بله لړۍ ده. د یوې ډلې په توګه، موږ د یو لوی هدف په لور روان یو او موږ باید هغه ترلاسه کړو، دا یوه پروسه ده.

د یادونې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ لوبه سه‌شنبه د روانې نومبر ‏میاشت پر ۱۹مه کېږي.‏

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button