اقتصاد او سوداګري

سوداګرۍ وزارت: ۱۴۰۲ کال کې ۱.۸ میلیارد ډالره صادرات شوي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د سوداګرۍ وزیر وايي، ۱۴۰۲ کال کې یې ۱.۸ میلیارد ډالره صادرات کړي دي

ددغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۱ (حمل دوییم) رسنیو ته په یو استولي ویديوي پیغام کې ویلي چې په تیر لمریز کال کې د افغانستان صادرات د ۱۴۰۱ لمریز کال پرتله شپږ فیصده کم وو او د کموالي لوی علت یې له دغه هیواد څخه پاکستان ته د ډبرو د سکرو په صادراتو کې د کموالي له امله وو.

عبدالسلام جواد ویلي چې بهرته د افغانستان په صادراتي توکو کې تر ډیره کرهڼیز توکي په ځانګړي ډول مالوچ، وچ انځر،ممیز، اینجه، پیاز، انګور، مڼې، زعفران، انار او رمي بانجان شامل وو.

دغه صادرات کومو هېوادونو ته شوي دي؟

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د ویاند د معلوماتو له مخې د افغانستان صادراتي توکې تر ډیره پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، قزاقستان، چین، ایران، ترکیه، اوزبیکستان او د امریکا متحده ایالاتو ته صادر شوي دي.

ددې دمخه نړیوال بانک په یو راپور کې ویلي و چې د افغانستان صادرات د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په میاشت کې د تیرکال د ورته مودې پرتله پنځه فیصده کم شوي دي.

نور ولولئ: په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان شاوخوا ۶۰ هېوادونو ته د ۱.۹ میلیارده ډالرو صادرات

نور ولولئ: د اوسپنې پټلۍ اداره: شاوخوا ۸۱زره مټرېک ټنه صادرات او واردات مو کړي

د نړیوال بانک د شمیرنو له مخې پاکستان ته د ډبرو سکرو په صادراتو کې ۸۷ فیصده کموالی راغلی چې د افغانستان د صادراتو په برخه کې یو د پام وړ کموالي سبب شوی دی، خو دغه بانک ویلي و چې دا کموالی د خوراکي توکو او نساجۍ د مصنوعاتو په صادراتو کې د زیاتوالي له امله جبران شوی دی.

afghan trade
سوداګري

د نړیوال بانک د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې راپور ښيي چې د خوراکي توکو په صادراتو کې اوه فیصده او منسوجاتو په صادراتو کې ۵۲ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د صادراتو د کسر په اړه اندېښنه

نړیوال بانک ویلي: ” هند ته د خوراکي توکو صادرات پاکستان ته د ۱۸ فیصدو کموالي په مقایسه ۲۲ فیصده زیات شوي دي”.

ددغه بانک د راپور پر اساس د جنورۍ په میاشت کې له افغانستان څخه تر ټولو زیات توکي پاکستان او هند ته صادر شوي دي چې پاکستان ته د افغانستان د ټولو صادراتو ۴۵ فیصده او هند ته ۳۴ فیصده جوړوي.

ددې دمخه نړیوال بانک په یو راپور کې ویلي و چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې افغانستان ۱.۹ میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات لرل او د ۷.۸ میلیاردو ډالرو په ارزښت یې واردات لرل.

نړیوال بانک وايي چې د افغانستان د صادراتو پرتله وارداتو کسر خورا زیات دی چې د اکثرو هیوادونو سره په راکړه ورکړه کې د انډول نشتون ښيي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button