ټکنالوجينړۍ خبرونه

شمالي کوریا تر اوبو لاندې اټومي ډرون وسله ازمایلې

د فرانسې خبري اژانس (AFP) په وینا د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د یاد ازمايښت څارنه وکړه او ویې ویل چې دا ازمايښت باید متحده ایالاتو او سویلي کوریا ته خبرداری وي

شمالي کوریا ادعا کړې، چې تر اوبو لاندې یې یوه بې پیلوټه الوتکه (ډرون) ازمویلې چې د “راډیو اکټیف سونامي” رامنځته کولی شي.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس وايي چې د سویلي ولایت هامیونګ په اوبو کې د پټو وسلو یوه بله ازموینه تر سره شوه.

نوموړې رسنۍ زیاتوي چې ازمویل شوې بې پیلوټې الوتکې له ۸۰ تر ۱۵۰ مترو ژور د اوبو په تل کې اوږد سفر وکړ. دې وسلې چې له ۵۹ ساعتونو زیات وخت یې تر اوبو لاندې یون وکړ او په پای کې د شمالي کوریا ختیځ ساحل کې یې چاودنه وکړه.

شنونکو او کارپوهانو د دې نوې وسلې پر وړتیا او د شمالي کوریا لخوا شوې ادعا باندې شک کړی او په منلو کې یې د احتیاط غوښتنه کړې ده.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس وايي چې دا وسله هائیل (Haeil) نومېږي چې په کوریایي ژبه کې د سونامي مانا لري.

له دې مخکې شمالي کوریا د هایپرسونیک توغندی هم په بریالیتوب سره ازمویلی و دغه توغندي ۷۰۰ کیلومتره لرې یو هدف په دقیقه توګه ویشتلی شي

د یاد خبري اژانس پر بنسټ دا وسله په ډېره نامالومه کچه د راډیو اکټیف څپې رامنځته کوي چې د دښمن په کښتیو او بندرونو د برید لپاره جوړه شوې.

نور ولولئ: شمالي کوریا دوه بالستیک توغندي آزمویلي

شمالي کوریا وايي چې د اوبو لاندې اټومي برید کوونکې دا بې پیلوټه الوتکه په هر ساحل یا بندر کې ځای په ځای کیدای شي او د عملیاتو لپاره د کښتۍ په مټ د لېږد وړ هم ده.

د فرانسې خبري اژانس (AFP) په وینا د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د یاد ازمايښت څارنه وکړه او ویې ویل چې دا ازمايښت باید متحده ایالاتو او سویلي کوریا ته خبرداری وي.

د کیم جونګ اون په مشرۍ شمالي کوریا د خپلو وسلو پروګرام ته زیاته وده ورکړې

د نوموړي په واکمنۍ کې له شپږو اټومي ازمويښتونو څخه څلور یې ترسره شوي دي. هر ځلې چې شمالي کوريا د نوو وسلو ازموينې کوي د لویديځ له لوري له قوي نیوکو سره مخ کيږي خو دا ځل تر اوسه په رسمي توګه لویديځ څه نه دي ويلي.

نور ولولئ: شمالي کوریا وايي هایپرسونیک توغندی یې په بریالیتوب سره ازمویلی

د پرمختللو وسلو آزمايل او کارول په خپل ځای د هېوادونو لپاره ګڼې ستونزې رامنځته کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button