لوبې

شکیب الحسن د شین وارن ریکارډ مات کړ

د بنګله دېش کرکټ لوبډلې تکړه الراونډر شکیب الحسن د هند پر وړاندې درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې غوره کارنامې ته ورسېده او په یو ورځني کرکټ کې یې د شین وارن ریکارډ مات کړ.

شکیب الحسن

شکیب الحسن د هند پر وړاندې د دوو ویکټو په اخیستلو سره وتوانېده، چې د زیاتو ویکټو په لړ کې یې د شین وارن ریکارډ مات کړ. شین وارن په ۱۹۴ نړیوالو پنځوس اوریزه لوبو ۲۹۳ ویکټې اخیستې وې. اوس شکیب الحسن په نړیوالو پنځوس اوریزه لوبو کې د ویکټ شمېر ۲۹۴ ته پورته کړې او د زیاتو ویکټو اخیستلو په نوملړ کې یې ۱۴م مقام خپل کړ 

نور یی ولوله | مجاهد:هېواد کې له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون د فعالېدو احتمال شته

نور یی ولوله | چین : د افغانستان امنیتي وضعیت څارو

سریلانکایي لوبغاړی

په دې نوملړ کې لومړنی مقام له سریلانکایي لوبغاړي مورلي دهرن سره دی، نوموړي په پنځوس اوریزه لوبو کې ۵۳۴ ویکټې اخیستي. بله خوا شکیب الحسن دویم بنګله دېشی شو، چې په نړیوال پنځوس اوریزه کرکټ کې زیاتې منډې جوړوي.

د بنګله دېش لپاره تمیم اقبال تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړي. هغه ۸۰۷۴ زیاتې منډې لري. ورپسې شکیب الحسن ۶۸۳۵ او مشفیق الرحمن ۶۸۱۱ زیاتې منډې جوړې کړي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button