لوبې

شکیب الحسن له کورونا رغېدلی دی

د بنګله دېش الراونډر شکیب الحسن کورونا ته ماتې ورکړې، هغه به نن د سریلانکا پر وړاندې د لومړۍ ټیسټ لوبې لپاره چټګرام ته الوتنه وکړي.

شکیب الحسن د تمرین له پیل درې ورځې وروسته د میې په ۱۱مه په کورونا اخته شو، چې بیا قرنطین شو، خو اوس ښه شوی او په لومړۍ ټیسټ لوبه کې لوبېدو ته چمتو دی.

د بنګله دېش کرېکټ بورډ ویاند ویلي، چې شکیب الحسن د کورونا ټېسټ منفي راغلی، چې له هغه وروسته د سریلانکا پر وړاندې د میې په ۱۵مه پیلېدونکې لومړۍ ټیسټ لوبې ته له سره غور کېږي.

نور یی ولوله | په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړولو د ایران ولسمشر ټینګار

د بنګله دېش کرکټ یوه چارواکي ویلي چې شکیب الحسن به نن چتګرام ته سفر وکړي او هلته به په لومړۍ لوبه کې د شاملېدلو دمخه طبي او فټنس ازموینې ورکړي.

بنګله دیش کرکټ د نوموړي د کورونا کېدو په سبب بدیل نه و اعلان کړی، اوس د هغه بېرته راستنېدل ښه زیری دی. همدا راز تر دې وړاندې مهدي حسن او تسکین احمد د ټپي کېدو په سبب له لوبډلې بهر شوی و.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button