افغانستان

شیعه مشرانو غبرګون؛ د طالبانو د عدلیې وزیر پر اقداماتو نیوکې وشوې

د هزاره او شیعه ټولنې یو شمېر استازو، دیني عالمانو او مخورو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له مشر څخه غوښتي چې د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي هغه اقدامات ودروي چې دوی یې د شیعه وګړو پر وړاندې تبعیضي او د اندېښنې وړ بولي.

شیعه مشرانو غبرګون او د تبعیضي چلند ادعاوې

د اعلامیې له مخې، شیعه مشرانو غبرګون وروسته له هغې پراخ شوی چې په وروستیو میاشتو کې د شیعه مذهبي او ټولنیزو بنسټونو پر وړاندې یو شمېر محدودیتونه او اقدامات زیات شوي دي. شیعه مشرانو غبرګون

د اعلامیې لاسلیک کوونکي وايي، که څه هم دوی د ملي یووالي او ثبات ملاتړ کړی، خو د دوی په وینا د هزاره او شیعه ټولنې پر وړاندې د تبعیضي چلند کچه لوړه شوې ده.

د شیعه مشرانو له خوا یادې شوې بېلګې

په اعلامیه کې د افشار هدیرې تړل، د سناتوریم سیمې د اوسېدونکو بې‌ځایه کول، د غزني د نوآباد ښارګوټي د کورنیو د تخلیې امر، د تمدن تلویزیون تړل او د یو شمېر جوماتونو او فرهنګي مرکزونو بندول د بېلګو په توګه یاد شوي دي.

د محرم مراسمو او مذهبي مرکزونو په اړه اندېښنې

اعلامیه وایي، د محرم او عاشورا د مراسمو پر مهال لګېدلي محدودیتونه د پخوانیو تفاهمونو خلاف دي او د شیعه ټولنې د غړو نارضایتي یې زیاته کړې ده.

د خاتم‌النبیین جومات او نورو مرکزونو د تړل کېدو موضوع

لاسلیک کوونکو د ځینو جوماتونو، حسینیو او فرهنګي مرکزونو د تړل کېدو په اړه هم اندېښنه ښودلې او د بېرته پرانیستل کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د شیعه مشرانو غبرګون کې د امید سبز ښارګوټي موضوع هم یاده شوې ده. د اعلامیې له مخې، د تصفیې کمېسیون پلاوي دغه ځمکه شخصي ملکیت بللې وه، خو وروسته د عدلیې وزارت دا ځمکه امارتي اعلان کړه او د تخلیې امر یې صادر کړ.

اعلامیه ټینګار کوي چې د ملکیت اسناد باید له سره وڅېړل شي او د ښارګوټي د تخلیې پرېکړه لغوه شي.

د شیعه مشرانو غوښتنې او د طالبانو غبرګون

لاسلیک کوونکو له طالبانو غوښتي چې د تبعیضي چلند مخه ونیسي، مذهبي او فرهنګي مرکزونه بېرته پرانیزي او د هزاره او شیعه وګړو د مساوي حقونو ضمانت وکړي.

طالبانو تر اوسه د یادې اعلامیې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button